د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

ګلوبل انډ مېل: د پېښور حمله په وروستیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي


پېښور کې د پولیس لاین د یوه جومات دننه ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
پېښور کې د پولیس لاین د یوه جومات دننه ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ګلوبل انډ مېل:

له کاناډا خپرېدونکې ګلوب انډ مېل ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې د طالبانو له بندیز وروسته افغان ښځې نور نه شي کولای چې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، د یوې لیکنې په پیل کې د سویتا نعیمي په نوم د یوې افغان مېرمنې ژوند ته اشاره کړې او لیکي، مخکې له دې چې طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کاربندیز ولګوي، هغه د خپلې کورنۍ اساسي نفقه ګټونکې وه.

مېرمن نعیمي چې ۳۳ کلنه ده، ګلوب انډ مېل ته ویلي، له هغې ورځې راهیسې چې دا د طالبانو له دغې پرېکړې خبره شوې، ډېره تربته شوې ځکه ده چې یو خو یې عاید له لاسه ورکړی او بل دا چې په کور ناسته ده.

خو نوموړې دې ورځپاڼې ته ویلي چې له دې سره سره هرڅه چې یې په وس پوره وي، ترسره کوي څو د خپلې مور او پلار لپاره چې دواړه زاړه او ناروغه دي، پیاوړې پاتې شي.

مېرمن نعیمې دې ورځپاڼې ته ویلي، نه غواړي چې د هغوی په مخ کې خپل خفګان ښکاره کړي او تل ورته په خندا خوله دا خبره کوي چې دا دومره غټه ستونزه نه ده، خو کله چې د خپلې خونې ورپه ځان پورې تړلي، ژړا نه شي بندولای.

دا یوازې سویتا نعیمي نه ده چې د طالبانو دغې پرېکړې پر دغه وضعیت اخته کړې بلکې په زرګونو نورې هغې ښځې چې له نادولتي موسسو سره یې کار کاوه، له ورته برخلیک سره مخامخې شوي دي.

په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت د د ډسمبر د میاشتې بندیز یو شمېر مرستندویه ادارې اړ ایستلي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه په بشپړ ډول یا یې ځینې برخې ودروي چې دې مسئلې په میلیونونو زیانګالو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر هم ټکنی کړی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په پېښور کې وروستي خونړي برید ته له دې اړخه چې تروریزم بېرته پاکستان ته مخه کړې، یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، دغه ځانمرګي برید چې د د دوشنبې په ورځ د پېښور په یوه امنه سیمه کې پریوه جومات وشو، له سلو ډېر کسان یې ووژل.

د ورځپاڼې په لیکنه تر دې ورهاخوا دغه برید دغه تروریزم ځپلی ښار بېرته هغه پخواني وخت ته یوړ چې سخت دریځو وسله والو کنډوالې ته ورته پریوه ښار بدل کړی و چې په نتیجه کې یې دا هېواد په ژوره توګه بدل کړ.

د پاکستان پوځ هغه مهال چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د خونړي برید مسوولیت واخیست، د دې ډلې پر ضد د وزیرستانونو په ګډون په ټوله خیبرپښتونخوا ایالت کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې دغه ډله تر ډېره بریده وځپل شوه.

په دغه برید کې نږدې ۱۵۰ کسان چې اکثره یې د دغه ښوونځي زده کوونکي وو، ووژل شول.

نیویارک ټایمز لیکي، له ۲۰۱۵ کال وروسته کلونوکې پاکستاني طالبان او نور سخت دریځي له اکثرو سیمو وایستل شول او ډېرو یې ګاونډ افغانستان ته مخه کړه او د پېښور له اوسېدونکو سره داسې هیلې راوټوکېدې چې ګوندې نور د ترویستي پېښو ورځې ترشا پاتې شوي دي.

خو د نیویارک ټایمز په لیکنه کله چې د سې شنبې په ورځ ژغورونکو ډلو د نړېدلي جومات له خاورو خښتو لاندې مړي راایستل، ورسره سم په دې اړه چې ایا حکومت په دغسې حالت چې پاکستان له اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی، د سخت دریځو د حملو د نوې څپې د مخنیوي وړتیا لري، ډېرې پوښتنې راپورته شوې.

نیویارک ټایمز لیکي، دا په وروستیو څو کلونو تر ټولو خونړۍ حمله وه چې شاوخوا ۲۱۷ تنه نورپه کې ټپیان شول.

د نیویارک ټایمز په لیکه دغه حمله د دې یو بل ثبوت دی چې پاکستاني طالبان چې یوې ډلې یې د دغې حملې مسوولیت اخیستی، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د نوي حکومت تر چتر لاندې د دې هېواد له خوندي پټنځایونو څخه د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو په کراتو کراتو رد کړې او ویلې یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خوا پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG