د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د طالبانو حکومت: تورخم کې کومه جګړه نه‌ده شوې


د تورخم دروازه، ارشيف
د تورخم دروازه، ارشيف

د طالبانو د حکومت چارواکي ټینګار کوي چې د تورخم په دروازه کې نښته نه‌ده شوې خو دوی تاییدوي چې دروازه بنده ده.

د تورخم د جګړې ویډیوګانې پرون پاکستاني خبریالانو د سیمه‌يیزو چارواکو له قوله پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې په تورخم کې ستونزې پېښې شوې وې، خو هغه ټینګار وکړ چې هلته جګړه نه‌ده شوې.

"په تورخم کې نښته نه‌ده شوې خو یولړ ستونزې وې.

نوموړي وويل: "په تورخم کې نښته نه‌ده شوې خو یولړ ستونزې وې. هلته له اصولو سرغړونې کېدې. ځینې ناروغان او د هغوی پایوازان ځورول شوي وو، همدا راز د خلکو د اسنادو په برخه کې ځینې ستونزې راغلې وې نو سیمه‌يیزو چارواکو د تورخم لاره بنده کړه خو هڅې روانې دي چې موضوع ته حل‌لاره وموندل شي."

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې د تورخم دروازه وروسته له هغه د طالبانو له‌خوا وتړل شوه چې پاکستاني پولیسو د یو افغان ناروغ پایواز ته له دروازې د اوښتو اجازه ور نه‌کړه.

د دې راپورونو له‌مخې طالبانو له پېښې وروسته دروازه د موټرو او خلکو پر مخ بنده کړه او د اعتراض په دود یې ډزې وکړې.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د سیمه‌يیزو پولیسو د یو چارواکي خالدخان له قوله د ډزو تبادله تایید کړې ده.

ځینو پاکستاني رسنیو هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې، د طالبانو په ډزو یو عسکر ټپي شوی دی.

د ننګرهار خوا ته هم خلک وايي چې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنه جګړه وړمه شپه پیل شوه او تر پرون سهاره پورې روانه وه.

ارشيف
ارشيف

یوه عیني شاهد د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه لومړی په دوربابا ولسوالۍ کې پیل شوه او پرون سهار هم په تورخم کې دواړو لورو د سهار له ۷ تر ۹ بجو پورې جګړه وکړه.

تورخم پر ډیورنډ کرښه پاکستان او افغانستان ته د اوښتو اصلی لاره ده او له دې لارې د خلکو ترڅنګ هره ورځ په تجارتي مالونو بار لسګونه لارۍ هم تېرېږي.

په لیندۍ میاشت کې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ او چمن په دروازه کې هم د طالبانو او پاکستان پوځي ځواکونه دوه ځلې سره ونښتل چې په ترڅ کې یې اوه تنه مړه او له دېرشو زیات نور ټپیان شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG