د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په تورخم او دور بابا کې د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي


ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. September 5, 2021
ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. September 5, 2021

د طالبانو له‌خوا تېره شپه ناوخته د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته نن سهار پاکستاني عسکرو او طالب ځواکونو سره په تورخم او دوربابا سرحدي ولسوالۍ کې جګړه کړې.

نن سهار په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د شوې جګړې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني خبریالانو له‌خوا د ځايي چارواکو په حواله خپره شوې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د ځایي پولیسو د یوه چارواکي خالد خان له قوله د ډزو تبادله تایید کړې.

یو شمېر پاکستاني رسنیو هم دا خبر تایید کړی او ویلي، یو عسکر په کې ټپي شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

په تورخم کې د پاکستاني عسکرو او طالب ځواکونو ترمنځ د جګړې یو عیني شاهد د خپل نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، لومړۍ جګړه تېره شپه په دوربابا ولسوالۍ کې وشوه او نن سهار بیا تورخم کې له ۷ تر ۹ بجو دواړه لوري دوه ځله سره په جګړه شول.

ده وویل: "د وزارت دفاع خلک هم راغلل. دروازه بنده ده، د تورخم دننه هم څوک نه پرېږدي، غټ موټر یې هم ټول وویستل. نو داسې اضطراري حالت دی، د جنګ امکان شته، خو د اوس لپاره ډزې بندې دي."

د تورخم دروازې یوه څنډه. له جګړې وروسته اوس دغه دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د تورخم دروازې یوه څنډه. له جګړې وروسته اوس دغه دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

په دور بابا کې بیا د طالبانو یو سیمه‌ییز چارواکي ازادي راډیو ته تایید کړه چې تېره شپه لس بجې یې له پاکستاني عسکرو سره جګړه کړې چې په پایله کې د دوی یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د دې سرچینې له قوله، دور بابا کې نښته وروسته تر دې وشوه چې د دوی په عسکرو پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.

خو پاکستاني رسنیو بیا په تورخم کې د خپلو چارواکو له قوله په تورخم کې د شوې جګړې پړه په طالب ځواکونو اچولې او ویلي یې دي چې لومړی پرې دوی ډزې کړي دي.

ازادي راډیو د پېښې د وروستیو جزییاتو لپاره د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند، کورنیو چارو ویاند او د حکومت له ویاند سره اړیکه ونیوه، خو دوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس تېره شپه د تورخم د کمیسار محمد صدیق له قوله خبر خپور کړ چې تر بله امره د تورخم دروازه وتړل شوه.

هغه یې لامل د پاکستان له‌خوا د خپلو ژمنو نه پوره کېدل ښودلي و، خو ډېر جزییات یې نه‌و ورکړي.

خو په خبر کې دا هم زیاته شوې وه چې د ستونزې د حل لپاره خبرې پیل شوي دي.

خو جیو نیوز پاکستاني تلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، طالبانو وروسته تر دې د تورخم دروازه وتړله چې هلته پاکستاني چارواکو پرون یوې ناروغې ته چې قانوني اسناد یې نه‌لرل، پاکستان د تلو اجازه ورنه کړه.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د کندهار په سپین بولدک، د ننګرهار په تورخم او په پکتیا کې یې له پاکستاني عسکرو سره وخت نا وخته جګړه کړې چې له امله دا لارې تړل شوي دي.

پاکستان سره د لارو تړل کېدل یوازې د دواړو غاړو مسافرو ته ستونزه نه جوړوي، بلکې سوداګري هم زیانمنوي.

اوس هم د تورخم دواړه غاړو ته په سوداګریو توکو بار لسګونه موټر بند پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG