د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر نښته د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


تورخم دروازه
تورخم دروازه

ګڼو ورځپاڼو او رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې او د تورخم لارې د بندېدو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

مېل ورځپاڼه:

د برېتانیا مېل ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې دا د دوو خواو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د هغو نښتو په دوام کې بللې چې هر څه موده وروسته کېږي.

خو ورځپاڼه وايي چې، د دوشنبې د ورځې نښته یوه ورځ وروسته له دې پیل شوه چې د طالبانو حکومت د تورخم لار بنده کړه او پر اسلام اباد یې تور پورې کړ چې پر خپلو ژمنو عمل نه‌کوي.

ځینو ورځپاڼو د پاکستاني مطبوعاتو په قول کښلي چې، طالبانو وروسته له‌دې د تورخم لاره بنده کړه، پاکستاني پوله ساتو یوه افغان ته، چې ناروغ یې پاکستان ته بېوه، اجازه ورنه کړه چې له تورخمه پورې‌وځي.

ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي یا پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي او پاکستان ادعا کوي چې، افغان طالبانو پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وايي، په پاکستان کې دا ډول بریدونه د دوی تر حکومت مخکې هم کېدل.

جورسلم پوسټ ورځپاڼه:

د اسرائیل جورسلم پوسټ ورځپاڼه د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشت په تېرو ۵ کلونو کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت بولي.

ورځپاڼه د شنونکو په قول وايي، د پاکستان امنیتي وضعیت ممکن لا ترینګلی شي.

جورسلم پوسټ له‌دې لیکنې سره، چې سرلیک یې دی: «په پاکستان کې زیاتېدونکی تروریزم ممکن سیمه نا امنه کړي»، د یو شمېر ویجاړوونکو بریدونو عکسونه هم خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د تېرو کلونو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د شمېر له یادولو وروسته د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انستیتیوت پر اساس لیکلي چې په جنورۍ میاشت کې په پاکستان کې په ۴۴ بریدونو کې ۱۳۴ تنه وژل شوي او ۲۵۴ نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو له لوري د ناټو ځواکونو له اډو څخه د سوداګري مرکزونو د جوړېدو او د اومیندوارۍ د مخنیوونکو درملو او وسایلو د محدودیت په اړه هم د نړۍ مطبوعاتو لیکنې خپرې کړي دي.

میډل ایست مانیتور:

میډل ایست مانیتور خپرونې لیکلي، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه کړې چې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې په تدریجې ډول له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډې ترلاسه او هغه دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې کړي.

پر دغو پوځي اډو په سلګونو میلیون ډالر لګېدلي چې یوه بېلګه یې د کابل په شمال کې د بګرام اډه ده چې، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور په موده کې تر ټولو لویه اډه بلل کېده.

عرب نیوز:

عرب نیوز ورځپاڼې بیا لیکلي، طالبان هڅه کوي د اومیندوارۍ د مخنیوي د وسایلو او درملود خرڅلاو مخه ونیسي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په کابل او مزارشریف ښارونو کې روغتیايي کارکوونکو او درملتونونو ته خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ ضد درمل او وسایل ونه پلوري.

خو طالبان دا راپور نه تاییدوي او وايي چې، درملتونونو ته یې ویلي چې د ډاکتر له نسخې پرته دا ډول درمل ونه پلوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG