د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

الکوزی: د تورخم دروازې تړل هره ورځ میلیونونه ډالره زیان اړوي


په بېلابېلو توکو بار دغه موټرې د ساعتونو راهیسې په تورخم کې ولاړې دي.
په بېلابېلو توکو بار دغه موټرې د ساعتونو راهیسې په تورخم کې ولاړې دي.

د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له پاکستان سره د تورخم دروازې د تړلو له امله دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکې موټرې ولاړې دي او که دا لاره تړلې پاتې شي نو سوداګرو ته به زیات مالي زیانونه واوړي.

د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د خلکو د تګ راتګ او پاکستان او هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې تړل کېدل یې پر خلکو سربېره سوداګرو ته هم زیان اړوي.

د پاک افغان سوداګرۍ خونه وايي، له وړمې شپې راهیسې دواړو لوریو ته په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار سلګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي.

د دې خونې رییس خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې په دې موټرو کې تازه او وچه مېوه، بېلابېل خوراکي او سون توکي او دغه شان سیمنټ او شوکاڼي بار دي چې په خبره یې تازه مېوه او ځینې خوراکي توکي يې د خرابېدو له ګواښ سره هم مخ دي.

نوموړی وايي، که دروازه دغه شان بنده پاتې کېږي نو سوداګرو ته هره ورځ میلیونونه ډالره مالي زیان رسېږي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

هغه زیاتوي: "لاره د خلکو او سوداګریزو مالونو پر مخ بنده ده چې ټولو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړي دي. د صادارتو او وارداتو په برخه کې په دې لاره هره ورځ له درې تر څلور سوه کانتینرونه تبادله کېږي. اوس د صادراتو مهم وخت هم دی، که لاره بنده پاتې کېږي دواړو لوریو سوداګرو ته ډېر زیان رسېږي."

نوموړی غوښتنه کوي چې د بندې دروازې او رامنځته شویو ستونزو په اړه دې دواړه لوري مثبتې خبرې وکړي او دروازه دې د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي.

دی وايي، د تورخم له لارې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

الکوزی اندېښنه ښيي، که د تورخم دروازه تړلې پاتې شي د افغانستان په بازارونو کې به د توکو په بیو مستقیم اغېز وکړي او لوړې به شي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي، په تورخم ښارګوټي کې له تازه مېوې ډکې باروړونکې موټرې ولاړي دي او د هرې ورځې په تېرېدو دوی ته زرګونه ډالر مالي زیان اوړي.

افغان سوداګرو محمد رحمان ازادي راډيو ته وویل: "دلته موږ سره په انارو بار څلور لارې نورې هم ولاړي دي، دا شان کچالو پشمک دي، که لاره بنده وي دا خرابېږي."

یو بل افغان سوداګر باور وايي: "اوس مونږ نه پوهېږو چې دا څه ریشخند دی، هره ورځ یوه لانجه تش په تشه یې اوس دروازه بنده کړې ده، ټول زور یې سوداګرو او غریبو خلکو ته رسېږي، ولاکه موږ پوهېږو چې دا څه غوبل دی."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې له ژمنې سره سره د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډيو ته ویلي هڅې روانې دي چې موضوع ته حل لاره وموندل شي.

د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ ناوخته د تورخم لپاره د طالبانو د حکومت کمیسار مولوي محمد صدیق ویلي وو چې تورخم د هر ډول تګ راتګ، ټرانزیټي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړي ویلي وو چې پاکستاني اړخ په کړو ژمنو عمل نه دی کړی ځکه د طالبانو د حکومت د مشرانو په لارښونه دروازه تړل شوې ده.

خو د دغو ژمنو په اړه یې جزییات نه وو ورکړي.

هغه له افغانانو غوښتي وو چې تر بل امره پورې د تورخم له لارې له سفر ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG