د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د پاکستان پوځ د افراطي اسلامپالو د وسله والو پر ضد پوځي عملیات کوي


ارشیف: د پاکستان پوځ
ارشیف: د پاکستان پوځ

د پاکستان پوځ وايي په پام کې لري چې د ټول هېواد په کچه د افراطي اسلامپالو وسله والو پرضد پوځي عملیات وکړي.

پاکستان چې د خپلو پورونو له کبله دېوالیه کېدو له خطر سره مخامخ دی، په پام کې لري د ټول هېواد په کچه د افراطي اسلامپالو ډلو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

د پاکستان امنیتي کمیټې پرون دا اعلان وکړ.

دې کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې پرون یې د صدراعظم شهباز شریف او د پوځ د مشرتابه په ګډون غونډه وکړه.

په بیان کې راغلي چې په غونډه کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه خپلې سپارښتنې په دوو اونیو کې دننه د پوځ مشرتابه ته وسپاري.

د پاکستان پوځ د افراطي وسله والو او له هغې ډلې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي پرضد وروستي عملیات په ۲۰۱۴ کال کې ترسره کړي وو، چې نتیجه یې څو میلیارد ډالره لګښت او له یو میلیون د زیاتو خلکو بې ځایه کېدل و.

د امنیتي کمېټې د بیان له مخې په بېګانۍ غونډه کې موافقه وشوه چې دا عملیات به پراخ وي او په نتیجه کې به یې دا هېواد د تروریزم له شره خلاص شي.

د ۲۲۰ میلیون وګړو لرونکی پاکستان په وروستیو میاشتو کې د وسله والو ډلو له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.

ارشیف: د تحریک طالبان یا ټي ټي پي وسله وال غړي.
ارشیف: د تحریک طالبان یا ټي ټي پي وسله وال غړي.

دا حملې په خاص ډول وروسته له هغه ډېرې زیاتې شوې چې د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ اوربند مات شو.

سږ کال دې ډلې او ورسره تړلو نورو وسله والو خپلو حملو ته زور ورکړ چې یو مثال یې په پېښور کې د پولیسو پر یوه مرکز خونړۍ حمله وه.

دې برید له سلو زیات کسان چې ډېری پولیس افسران وو، ووژل.

شریف دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه راوبلله چې ده او متحدانو یې د سترې محکمې د هغه حکم په اړه چې باید په راروانه میلادي میاشت کې ایالتي انتخابات ترسره شي، په پارلمان کې دننه رایې واخیستې او دا حکم یې رد کړ.

د څارونکو په باور د شریف حکومت غواړي د پوځي عملیاتو په پلمه ایالتي انتخابات چې د اپوزیسیون مشر عمران خان یې غوښتنه کوي وځنډوي.

پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د پیسو له نړیوال صندوق یا ای ایم ایف څخه د نور پور غوښتنه هم کړې، خو په داسې حال کې چې د واکمن حکومت او د اپوزیسیون د مشر پخواني صدراعظم عمران خان ترمنځ سیاسي لانجه روانه ده ای ایم ایف له تېرې نوامبر میاشتې راهیسې د پاکستان غوښتنه ځنډولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG