د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

نړۍ

پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان پوځيان، ارشيف
د پاکستان پوځيان، ارشيف

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو پر پوسته وسله‌وال برید کې او د سړک غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، وړمه شپه وسله‌والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې، پنځه سرتېري په‌کې ټپیان شول.

هغه زیاته کړه، د لکي مروت د پولیسو مرستیال سرپرست اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان و چې موټر يې د سړک پر غاړه ښخ شوی ماین باندې وربرابر شو.

د حمید خان په خبره، په دې برید کې د مومند په ګډون څلور پولیس ووژل شول او یو ټپي دی.

د بریدونو مسولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې په دې وروستیو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوی چې ډېر وخت يې مسولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي پر غاړه اخیستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په جګړو کې د امریکا زیانمنو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته د یو لړ خدمتونو د پيل خبر ورکړل شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر د افغانستان په شمول په بېلابېلو جګړو کې د امریکا زیانمنو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته د یو لړ روغتیايي خدمتونو د پيل خبر ورکړ.

ولسمشر جوبایډن پرون په خپله ایکس‌پاڼه د یوه پيغام په خپرولو د افغانستان،عراق یا وییتنام په جګړو کې په زهري موادو زیانمن شوي امریکايي عسکر او د هغوی د کورنیو غړي وهڅول چې ځانونه ثبت او د پخوانیو سرتیرو د وړیا او چټکو روغتیايي خدمتونو له اسانتیاوو برخمن شي.

د پخوانیو سرتېرو د وړیا روغتیايي خدمتونو د قانون په اساس که کوم سرتېری په جګړه کې په سوځېدونکو موادو، زهري ګازونو او یا نورو زهریاتو ژوبل یا اغېزمن شوي وي روغتیايي خدمتونه به ورته وړاندې شي.

د راپورونو په اساس نږدې دوه نیم زره ۲۴۵۹ امریکایي سرتېري له ۲۰۰۱ کال راوروسته په افغانستان کې وژل شوي او څه باندې شل زره ۲۰۷۶۹ تنه نور امریکايي عسکر ژوبل شوي دي.

آی‌پي‌ایل؛ کلکتې لوبډلې اتلولي وګټله

دا درېیم ځل دی چې کلکته د "آی‌پي‌ایل" سیالیو اتلولي ګټي.
دا درېیم ځل دی چې کلکته د "آی‌پي‌ایل" سیالیو اتلولي ګټي.

د هندوستان غوره لیګ "آی‌پي‌ایل" سیالیو د سږني پړاو اتلولي د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وګټله.

د یکشنبې په ورځ د مې مياشتې په ۲۶مه نېټه د "آی‌پي‌ایل" پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سن رایزرس حیدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپیر د کلکتې په بري سره تمامه شوه.

دا درېیم ځل دی چې کلکته د "آی‌پي‌ایل" سیالیو اتلولي ګټي.

دغه پایلوبه چې د هندوستان په چینای ښار کې ترسره شوه، حیدراباد د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۱۸.۳ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه پاټ کمېنس ۲۴ او اېډن مارکرم ۲۰ منډې ترسره کړې.

د کلکتې لپاره په توپ اچونه کې انډري رسل ۳، میچل سټارک او هارشیت رانا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کلکتې لوبډلې هدف د یولسم اور په درېیم توپ پوره کړ، د دې لوبډلې لپاره وینکټیش ایر ۵۲ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۳۹ منډې ترسره کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سټارک وګټله او د لیګ د غوره لوبغاړي په توګه بیا د کلکتې سونیل ناراین ونومول شو.

په سږني پړاو "آی‌پي‌ایل" کې مخکښ منډه جوړونکی ویرات کولي وو، هغه ۷۴۱ منډې کړې وې او هارشل پټیل بیا د ۲۴ ویکټو په اخستلو سره غوره توپ اچونکی نومول شوی دی.

سږ کال په یاد لیګ کې تر نورو کلونو ډېر ۹ افغان لوبغاړو بېلابېلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړې چې نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۴ وېکټې اخستې وې او عظمت‌الله عمرزي تر نورو زیاتې منډې کړې وې.

د ویلو ده چې د "آی‌پي‌ایل" د پایلوبې مراسمو ته د نورو مېلمنو ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هم وربلل شوی و.

اوکراین؛ پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې د برید تلفات ۱۲ تنو ته لوړ شول

د پېښې ځای
د پېښې ځای

اوکرایني چارواکي وایي چې د خارکییف ښار پریوه سوداګریز مارکیټ د روسیې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته رسیدلی.

د خارکییف ښاروال اهورتیریخوف نن یکشنبې پر ټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې د نړیدلې ودانۍ ترخاورو لاندې نور جسدونه موندل شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر اهور کلیمینکو ویلي چې تراوسه ۱۶ تنه ورک دي.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له مخې، په دغه حمله چې پرون شنبې وشوه، لږترلږه ۴۳ تنه ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي دي چې د برید پرمهال په پلورنځي کې دننه شاوخوا ۲۰۰ کسان وو.

روسیې په دې وروستیو کې پرخارکییف حملې زیاتې کړې دي.

ای او ایم: په پاپوا نیو ګیني کې غره ښوېیدو ښایي تر ۶۷۰ ډېر کسان مړه کړي وي

د ای او ایم لوګو
د ای او ایم لوګو

د ملګرو ملتونو یوه اداره په پاپوا نیو ګیني Papua New Guinea کې د غره ښوېیدو په پېښه کې له ۶۷۰ څخه د زیاتو کسانو د مړینې اټکل کوي.

د لومړنیو اټکلونو له مخې، په دې پېښه کې چې د تېرې جمعې په ورځ د مې په ۲۴ د آرام سمندر په جنوب کې پروت دې هېواد کې شوې، شاوخوا شپیته کورونه لاندې شوي وي.

خو د دې هېواد لپاره د مهاجرت د نړیوال سازمان، IOM د ماموریت مشر سیرهن اکتوپراک Serhan Aktoprak اسوشتیتید پرس آژانس ته د مړو د شمېر د زیاتوالي خبره کړې او ویلي یې دي چې په اوس وخت کې اټکل کیږي چې له ۶۷۰ زیات کسان به د یوې غونډۍ د ښوېیدوله امله ترخاورو خټو لاندې شوي وي.

په داسې حال کې چې د ټنونو کاواکه ځمکه او قومي شخړې د ژغورنې هڅې ګواښي، د بېړنیو چارو کارکوونکي، ژوندي پاتې شوي کسان خوندي سیمو ته لېږدوي.

په لېتوانیا کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخابات ترسره کېږي

د لېتوانیا د انتخاباتو له بهیره یو انځور
د لېتوانیا د انتخاباتو له بهیره یو انځور

نن په لېتوانیا کې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخابات ترسره کیږي.

د انتخاباتو په لومړۍ پړاو کې چې د می په ۱۲مه ترسره شوي وو، هېڅ یو کاندید په سلو کې د پنځوس جمع یو رایې په ګټلو نه و بریالی شوی.

نننۍ سیالي د تېر پړاو د انتخاباتو د مخکښو کاندیدانو، د لېتوانیا د اوسني ولسمشر ۶۰ کلن ګیتاناس ناوسیدا، چې د بلې پنځه کلنې دورې د ګټلو یې ډېر احتمال شته او د هغه د سیالې ۴۹ کلنې پخوانۍ صدراعظمې انګریدا سیمونیت ترمنځ ترسره کېږي.

د فرانس‌پرېس د راپور له مخې دواړه کاندیدان له دې سره موافق دي چې له روسیې سره د مقابلې لپاره دې د دغه ۲،۸ میلیون نفوس لرونکي هېواد دفاعي بودیجه زیاته شي.

د بالتیک د حوزې هېواد چې د ناتو او اروپایي اتحادیې غړی دی، له ګاونډ روسیې څخه ګواښونو ته په پام دفاعي او امنیتي مسایلو ته لومړیتوب ورکوي.

پر خارکییف د روسیې بریدونه؛ لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي

له بریدونو وروسته په خارکییف کې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.
له بریدونو وروسته په خارکییف کې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

روسي ځواکونو د اوکراین پر شمال ختیځ ښار خارکییف بریدونو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې د چارواکو په وینا پرون شنبې یوه ودانۍ په توغندي ولګېدله چې لږترلږه یوولس تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د خارکییف والي اولیه سیني هوبوف نن د مې ۲۶مه وویل چې د روسیې د پوځ په پرونیو بریدونو کې د یوولسو کسانو مړینه تایید شوې ده.

دا حمله پرون هغه پر هغه پلورنځي وشوه چې لسګونه کسان په‌کې وو.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د برید پر مهال په پلورنځي کې دننه شاوخوا ۲۰۰ کسان وو.

په عین حال کې داسې مهال چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بې وقفې حملې روانې دي، د خارکییف له څېرمه کلیو څخه هم د مرګ ژوبلې او ورانیو راپورونه رارسېدلي دي.

ایراني ډایرکټر محمد رسول‌اف د "کن" د فلمونو په فیسټیوال کې جایزه وګټله

رسول اف دغه جایزه په فرانسه کې ګټلې ده.
رسول اف دغه جایزه په فرانسه کې ګټلې ده.

ایراني ډایرکټر محمد رسول‌اف د کن د فلمونو په فسټیوال کې د حکمانو د ډلې ځانګړې جایزه وګټله.

د معبدونو د اینځرو زړي په نوم د رسول‌اف فلم د هغه څارنوال د ژوند کیسه ده چې کورنی ژوند یې د حکومت پر ضد د اعتراضونو په نتیجه کې تباه کېږي.

۵۱ کلن رسول‌اف چې په ایران کې د حبس او درو د وهلو له حکم څخه تښتېدلی، د فرانسې په ساحلي ښار کن کې د دې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل، د ده زړه د دې فلم د جوړوونکو ډلې ته خوږېږي چې په ایران کې د استخباراتي ادارو تر فشار لاندې پاتې دي.

د کن د فیسټیوال لومړۍ جایزه د انورا په نوم کومیډي فلم ته ورکړل شوه.

دا فلم د یوې ښایسته نجلۍ کیسه ده چې د یوه روسي چارواکي له زوی سره ښکېل کېږي.

د اوکراین ولسمشر اسپانیا او پرتګال ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي به اسپانیا ته له سفر وروسته د سه شنبې په ورځ پرتګال ته ولاړ شي.

د پرتګال د "سي این این" شبکې د خبر له مخې که څه هم د زیلینسکي سفر په راروانو ورځو کې د اوکراین د جګړې له څرنګوالي سره تړلی٬ خو نوموړی به د اوونۍ په پیل کې اسپانیا او پرتګال ته ورسېږي.

د پرتګال د صدراعظم او ولسمشر استازو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د پرتګال ګادینا سیر راډیو خبر ورکړی چې زیلینسکي به نن اسپانیا ته او د سه شنبې په ورځ پرتګال ته ولاړ شي.

زیلینسکي د روانې میاشتې په پیل کې مادرید او لزبن ته خپل سفر په خارکییف کې د درنو جګړو له پیلېدو وروسته وځنډاوه.

فوټبال؛ مانچسټر یونایټیډ د "ایف‌ای" کپ اتلولي وګټله

ارشیف
ارشیف

د انګلستان د "ایف‌ای" کپ په پایلوبه کې مانچسټر یونایټیډ ۲ـ۱ مانچسټر سيټي ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې وګټله.

دغه سیالي د دوشنبې په ورځ د می په ۲۵مه نېټه د لندن په ویملي لوبغالي کې په ځايي وخت ۳:۰۰ بجې پیل شوې وه او د دواړو لوبډلو د پراخو ملاتړ کوونکو په شتون کې ترسره شوه.

د مانچسټر یونایټیډ لپاره په دې سیالۍ کې الخاندرو کارنچو او کوبي ماینو د لوبې په دېرشمه او دري دېرشمو دقیو کې ګولونه ووهل او د مانچسټر سیټي یوازېنی ګول بیا جیرمي دوکو وواهه.

دواړه لوبډلې تېر کال هم د یاد جام پایلوبه ترسره کړې وه، خو هغه پایلوبه مانچسټر سيټي ګټلې وه.

دا دیارلسم ځل و چې مانچسټر یونایټیډ د ایف‌ای کپ اتلولي ګټي.

د ویلو ده چې په انګلستان کې یادې دواړه لوبډلې په پراخه کچه مینه‌وال لري او د سیالۍ تر ګټلو وروسته د یونایټیډ مینه‌والو په ټول انګلستان کې د خوښۍ جشنونه نیولي وو.

انګلستان له پاکستان دویمه شل اوریزه سیالي وګټله

د پاکستان یو لوبغاړی
د پاکستان یو لوبغاړی

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې خپل مېلمه پاکستان ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا د څلورو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ده چې لومړۍ یې د ورښت له امله نه وه ترسره شوې او پاتې دوه نورې به یې د می میاشتې په ۲۸مه او ۳۰مه نېټه ترسره شي.

د شنبې په ورځ د مې په ۲۵مه نېټه د انګلستان د برمنګهم ښار په اېجبسټن لوبغالي کې انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ انګلستان ترسره کړې وه چې ۱۸۳ منډې یې کړې وې او پاکستان په ۱۶۰ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۹.۲ اورونه یې ولوبول.

د انګلستان لوبډلمشر جاس بټلر په دې لوبه کې ۸۴ منډې کړې وې چې د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.

دغه راز په دې لوبلړۍ کې د انګلستان چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر هم سیالیو ته را ګرځېدلی چې په دې لوبه کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې دا لوبلړۍ د را روان شل اوریز نړیوال جام د تیاریو په موخه ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG