د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

پرنټ: ټي‌ټي‌پي د افغانستان پولې سره نږدې قبايلو سيمو او نورو ځايونو کې د نفوذ په حال کې ده


د ټي‌ټي‌پي جنګيالي، ارشيف
د ټي‌ټي‌پي جنګيالي، ارشيف

پرنټ هندي ورځپاڼه:

پرنټ هندي ورځپاڼې، د پاکستاني طالبانو د خطر په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي دي، تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)د افغان طالبانو متحده جنګي ډله نه يوازې د افغانستان پولې سره نږدې، په قبایلي سیمو بلکې په نورو ځايونو کې هم د نفوذ په حال کې ده.

په راپور کې راغلي چې TTP پرته له هیڅ ډول محدودیت څخه په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري.

په دې راپور کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې، تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې د پولیسو پر افسرانو، د پولیسو پر ادارو او امنیتي پوستو څو ځله بریدونه کړي دي.

خو په افغانستان کې طالبانو تل ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د ټي‌ټي‌پي یو شمېر جنګیالیو د فبرورۍ په ۱۷مه په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ، چې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام وکړ.

په دغه برید کې د دریو بریدګرو په ګډون اووه تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

تحریک طالبان پاکستان له دغه برید وروسته خبرداری ورکړ چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو به نور بریدونه هم وکړي.

پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د پاکستان له حکومت سره د څو میاشتني اوربند تر ماتېدلو وروسته خپل بریدونه بیا پیل کړل.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې شهزاده هري ویلي، یو شمېر برېتانوي پوځیانو "لزوماً" په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي هڅو ملاتړ نه کاوه.

د شنبې په ورځ، هري افغانستان ته د خپل پوځي سفر په اړه، له ډاکټر او لیکوال، ګابور ماته سره په ژوندۍ مرکه کې دا خبرې کړې دي.

نوموړي، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په برېتانيا کې د دغه هېواد له ځواکونو د ډېریو خلکو د نه ملاتړ یو لوی لامل دا و، چې دوی دا تصور کاوه چې ټول خلک جګړې ته خدمت کوي.

خو هري وویل چې داسې نه ده، او له نوم‌لیکنې وروسته، تاسو باید هر هغه څه وکړئ چې تاسو ته ویل کېږي.

هغه دا هم وویل، چې د دوی ډېری یې لزوما مخالف یا موافق نه وو، خو دوی هغه څه کول چې د ترسره کولو لپاره یې روزنه ورکړل شوې وه او یا هم هغه کار، چې د کولو لپاره لېږل شوي وو.

۳۸ کلن هري دا هم وویل، څنګه د هغه لپاره په انګلستان کې د شاهي کورنۍ په مینځ کې پاتې کېدل ناممکن و.

هري او د هغه مېرمنې میګن، په ۲۰۲۰ کې برېتانیا پرېښوده او په سویلي کلیفورنیا کې مېشت شول.

شهزاده هري په افغانستان کې د برېتانیې د پوځي حضور پر مهال، دوه ځله د اپاچي هلیکوپترې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې.

هغه لومړی د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ او بیا له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې له برېتانوي ځواکونو سره، په افغانستان کې دنده ترسره کړې.

هري خپل د خاطراتو په کتاب کې، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې خپور شو ویلي، چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په افغانستان کې د دندې پر مهال ۲۵ طالب جنګیالي وژلي وو.

وروسته له دې چې، دې خبرې ډېر تند بحثونه راوپارول، شهزاده هري سي‌بي‌ایس ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو د وژلو په اړه د ده د کتاب یوه برخه په رسنیو کې داسې انځور شوې، چې ګواکې ده پرې ویاړ کړی، خو په خبره یې داسې نه وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG