د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر ورسته د تورخم لارې د خلاصېدو خبر ورکړل شوی


کابل کې د پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو ليدنه
کابل کې د پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو ليدنه

کابل ته د لوړپوړي پاکستاني پلاوي له سفر وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سر له نن پنجشنبې د تورخم لارې د خلاصون خبر ورکړی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټرپاڼه دغه خبر خپور کړی دی.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ پلاوي پرون چهارشنبه (د فبرورۍ ۲۲مه) کابل کې له لوړپوړو طالب چارواکو سره لیده کاته درلودل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی پلاوي د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو امیرخان متقي او ملا یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې ناوخته یوه خبرپاڼه کې وویل، د ترهګرۍ په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان او داعش له‌خوا په زیاتیدونکو ګواښونو خبرې شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دغو ګواښونو په وړاندې به چې بېلابېل سازمانونه او ډلې يې رامنځته کوي، موثره مبارزه کوي.

کابل کې د پاکستاني پلاوي او طالب مشرانو ليدنه
کابل کې د پاکستاني پلاوي او طالب مشرانو ليدنه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په زیاتېدو هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت چارواکي بیا وایي، دوی له خپله اړخه پاکستاني پلاوي نه په تورخم او سپین بولدک کې د افغانانو د ستونزو د حل او پاکستان کې د بندي افغانانو خوشې کېدل وغوښتل.

تورخم او سپین بولدک کې دې افغانانو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی غوښتنه وکړه چې تورخم او سپین بولدک کې دې افغانانو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ټینګار پر دې وشو چې د خلکو د تګ راتګ او سوداګریز مسایل باید له سیاست نه لرې وساتل شي.

طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ تورخم دروازه وتړله او یوه ورځ وروسته یعنې د دوشنبې په ورځ په تورخم او د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړه وشوه.

طالبانو د تورخم د دورازې بندولو لامل د پاکستان له لوري د یوشمېر ژمنو نه عملي کول یاد کړي دي.

طالبانو که څه هم تورخم کې د جګړې پېښېدل رد کړل، خو ټولنیزو رسنیو کې د ډزو او له هغه ځایه د عامو کسانو د منډو ویډیوګانې خپرې شوي دي او پاکستاني لوري د خپل یوه سرتېري ټپي کېدل تایید کړي دي.

په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، د طالبانو او پاکستاني پلاوي د خبرو اصلي تمرکز د تورخم پر وروستۍ لانجه او د دغې لارې د بندېدو د دوام پر اغېزو و.

دغه اژانس د پاکستان د دوو امنیتي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي، دا خبره کړې ده.

د تازه مېوو او سبزیجاتو په ګډون د سوداګریزو موادو شپږ سوه لارې بندې پاتې دي.

دغو سرچینو ویلي، له کله چې تورخم لاره بنده شوې، د پاکستان لوري ته د تازه مېوو او سبزیجاتو په ګډون د سوداګریزو موادو شپږ سوه لارې بندې پاتې دي.

پرون چهارشنبه کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وویل چې د پنجشنبې له سهاره به د تورخم لاره د خلکو او ترانزیت په مخ بېرته پرانيستل شي.

پاکستان د تورخم له لارې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي لېږدوي او د لارې بندوالي دواړو غاړو ته سوداګر اندېښمن کړي.

د پاکستان اوافغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مسوول ضیا الحق سرحدي اسوشیټید پریس اژانس ته ویلي، د تورخم دواړو لورو ته قدم په قدم سوداګریزې لارې ولاړې دي.

تورخم دروازه
تورخم دروازه

پاکستاني پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کړی چې پاکستان کې د پخوا پرتله امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

طالبانو که څه هم په وار وار ډاډ ورکړی چې، له افغانستانه به چاته ګواښ نه پيښېږي خو پاکستاني چارواکي وایي، تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې خپل بریدونه پلاونوي.

بل لورته بیا تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو یوه راپور وښوده چې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم افغانستان کې فعاله دي.

طالبانو په افغانستان کې د نورو وسله‌والو ډلو موجودیت نه دی تایید کړی، خو تازه یې منلې چې داعش یو ګواښ دی، خو لویه ننګونه نه‌ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG