ګارډین:
د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې یادونه کوي چې د بشري مرستو نړیوال سیسټم د سوریې په څېر په افغانستان کې هم پاتې راغلی دی.
ورځپاڼه لیکي افغانستان د بشري مرستو یو بل وېروونکی مثال دی چې وګړي یې د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته د یو ظالم رژیم رحم ته یوازې پرېښودل شوي دي.
ګارډین یادونه کوي چې اوسمهال پر کابل لګېدلو بندیزونو، په تېره پر بانکي سکټور بندیزونو جګړه ځپلي افغانستان ته د اړینو مرستو رسول تقریباً ناممکن کړي دي.
ورځپاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او له خوا ورکړل شوي ارقام یادوي چې وايي د افغانستان درېیمه برخه وګړي چې شمېر یې تقریباً ۲۸ میلیون ته رسېږي په ۲۰۲۳ کال کې سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا د ۲۰۲۲ کال کې پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
ګارډین وړاندې لیکي کله چې طالبانو د جنسیتي تبعیض د نظریې په اساس، د ملګرو ملتونو په ګډون په نادولتي موسسو کې نجونو او ښځو ته د کار اجازه ورنه کړه، مرستندویو موسسو څه ناڅه غبرګون وښود، خو د ورځپاڼې په وینا په هېڅ صورت کافي نه و.
ګارډین د مطلب په پای کې سپارښتنه کوي چې خیریه ټولنې باید کافي امکانات او ځواک ولري څو د مرستو لپاره پرله پسې غوښتنو ته په یوه دوامداره طریقه ځواب وویلای شي.
ایکونومیک ټایمز:
له نوې ډیلي خپرېدونکې ایکونومیک ټایمز ورځپاڼه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د روانې اونۍ نښتې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د تورخم د لارې بندېدو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل، د تورخم لاره یې ځکه بنده کړې ده چې پاکستاني لوري پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
طالبانو که څه هم په څرګنده نه دي ویلي چې دا کومې ژمنې دي، خو ویل کېږي د پاکستان پوځي چارواکو د هغو ناروغانو مخه نیولې وه چې غوښتل یې له ویزې پرته پاکستان ته ولاړ شي.
ایکونومیک ټایمز وړاندې لیکي، د تورخم د لارې بندېدو هغه کسان چې د روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره پر دې لاره تګ راتګ کوي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي خلک غواړي دا لاره بېرته پرانیستل شي.
ورځپاڼه د نجیب الله په نوم د یوه ناروغ له قوله لیکي چې وايي، باید پر پاکستان فشار راوړل شي څو ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته له دې لارې د تېرېدو اجازه ورکړي.
هغه ویلي، افغانستان او پاکستان موافقه کړې وه چې هره ورځ به د سلو او یونیم سلو ترمنځ ناروغانو پاکستان ته پرېښودل کېږي.