د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

واشنګټن ټايمز: د امريکا مرستې د بشري ناخوالو د مخنيوي ترڅنګ د طالبانو رژيم هم تقويه کوي


واشنګتن ټایمز ورځپاڼه:

  • واشنګتن ټایمز ورځپاڼې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د بشري مرستو پر څرنګوالي یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې لومړی د امریکا د مرستو پر سر د څار سیګار ادارې وروستي راپور ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، د امریکا مرستې په دې سربېره چې د بشري ناخوالو مخه نیسي تر څنګ یې د طالبانو رژیم هم تقویه کوي.

لیکوال د سیګار د مشر جان سوپکو وړاندیز ته اشاره کړې چې د امریکا فدرال چارواکي باید د امریکا د مرستو په پروګرام بیا کتنه وکړي او وګوري چې دوام یې ارزي که څنګه.

د سیګار په رپوټ کې راغلي میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي خو د نړیوالو مرستې د ګڼو افغانان ژوند وژغوره.

د واشنګټن ټایمز په مقاله کې راغلي د قضیې تیاره اړخ دا دی چې، د امریکا دا پیسې په غیر مستقمه توګه د طالبانو هغه رژیم تمویلوي چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د بندیزونو په خاطر په پراخه کچه غندل شوی.

د امریکا متحده‌ایالتونو چارواکو تازه د جان سوپکو د څرګندونو په غبرګون څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې په وار وار ویلي وو چې د امریکا مرستې په هېڅ وجه د طالبانو لاس ته نه رسیږي او دوی دا مرستې له خلکو سره کوي.

ملګرو ملتونو چارواکو هم ټینګار کړی چې افغانستان سره مرستې په کابل په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو ځانګړي اکونټ ته ورځي او بیا له هغه ځایه د بشري مرستو پروګرامونه ترې تمویلیږي.

لې ماندې ډپلوماټیک خپرونه:

  • لې ماندې ډپلوماټیک خپرونې د طالبانو په سخت‌دریځیو او هغو تګلارو مقاله خپره کړې چې د دې ډلې د غړون د نه بدلون څرګندويي کوي.

په مقاله کې راغلي د کابل د سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره ګڼو دا فکر کاوه چې دې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ له انزوا درسونه اخیستي او اوس ماډرنه شوې ده.

د نړیوالې ټولنې د رسمیت د ګټلو لپاره له طالبانو دا تمه وه چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

د لې ماندې په دې مقاله کې راغلي چې دا تصورات ټول ناسم راوختل او طالبانو نه یوازې د بشري حقونو د رعایت په برخه کې خپلې ژمنې پوره نه‌کړې بلکې د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره یې هم کوم مخکې ګام وانه‌خیست.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG