د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د امريکا د سولې انستيتيوت: احتمال نه‌شته چې د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ لاس واخلي


د پاکستاني طالبانو د تحريک جنګيالي
د پاکستاني طالبانو د تحريک جنګيالي

په یوه تازه راپور کې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت خپور کړ، ویل شوي؛ دا احتمال نه لیدل کېږي چې د افغانستان طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور د دې دلیل د پاکستان اقتصادي ستونزې بولي او وايي، طالبان احساس کوي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له لوري د ټي‌ټي‌پي پر ضد د پراخو عملیاتو مخه نیسي.

د دې راپور پر اساس، په دې منځ کې چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په افغانستان کې طالبان واکمن دي، ټي‌ټي‌پي په په زیاتېدونکي بالقوه ګواښ بدل شوی دی.

د امریکا د سولې انستیتیوت په خپل راپور کې د پاکستان پر پالیسیو د افغان طالبانو وروستیو انتقادونو ته په اشارې استدلال کړی چې، دا نا ډیپلوماتیکې څرګندونې ښيي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ د دوام اراده لري، حتي که د پاکستان له لوري پرې فشار هم زیات شي.

خو د سیاسي چارو شنونکی شنسب غازي ساکخېل وايي، د ده په باور برېتانیا او بیا امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز سفرونه د دې لپاره و چې د لوېدیځ ملاتړ ترلاسه کړي.

د ښاغلي ساکخېل په باور پاکستان لوېدیځوالو ته وايي چې، که ملاتړ یې ونه‌کړي نو ممکن اټومي وسله یې د سخت‌دریځو له خطر سره مخامخ شي.

د ده په وینا په دې توګه ممکن پاکستان د لوېدځ مرسته ترلاسه کړي او د ډیورند کرښې په اوږدو کې یو لړ عملیات وکړي.

يو شمېر پاکستاني پوځيان
يو شمېر پاکستاني پوځيان

افغان طالبانو په ځلونو د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د حملو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې، هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

پاکستاني طالبان د افغانستان په ښارونو کې ازاد ګرځي راګرځي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت، چې د جنوبي اسیا د سیاستونو په اړه یو تر ټولو لوی او باوري څېړنیز مرکز دی وايي، د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ د ادعا په وړاندې د افغان طالبانو توند ځواب د متقابل تور تر حده مخ ته لاړ چې د دې ښکارندويي کوي چې هغوی له ملاتړه لاس نه‌اخلي.

په راپور کې د ملګروملتو د چارواکو اونورو څارونکو خبرو ته هم اشاره شوې چې وايي، پاکستاني طالبان د افغانستان په ښارونو کې ازاد ګرځي راګرځي.

د امریکا د سولې انستیتوت خبرداری ورکړی چې، د پاکستان اقتصاد د دېوالیه‌توب په درشل کې دی او دا مسله د پاکستان پوځي انتخابونه محدودوي، پاکستان یوازې په خپله خاوره کې چاپې اچولی او دفاعي اقدامات کولی شي خو دومره امکانات او منابع نه‌لري چې د لوړې کچې عملیات پرې وکړای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG