د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د پاکستاني طالبانو تحریک: روژه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوو


د پاکستان طالبانو یو شمېر وسله‌وال
د پاکستان طالبانو یو شمېر وسله‌وال

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د روژې په میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د پاکستان د پوځ په وینا، لږترلږه ۶ سرتېري یې د وسله‌والو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ او د هغه د همکارانو د ځپلو په هدف به د دوی پسرلني عملیات د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي.

د راتلونکې اوونۍ یکشنبه یا دوشنبه به د روژې لومړي ورځ وي.

د خراساني په وینا، په دې عملیاتو کې به انتحاري بریدونه، غلچکۍ حملې، د سړک د غاړې بمونه او هدفي بریدونه شامل وي.

دا کټ مټ هغسې بریدونه دي چې افغان طالبانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړیوالو او افغان ځواکونو پر ضد کول.

له دې اعلانه څو ساعته وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک ډیورند کرښې ته نږدې د هغې حملې مسؤلیت ومانه چې په لړ کې یې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

په سیمه کې یوه پولیس چارواکي وقار احمد د ازادي راډیو ته وویل: "ترهګرو د ملېشو پر اډه برید وکړ. په دې برید کې ۳ سرتېري شهیدان شول او ۱۰ نور ژوبل شول او درې حمله کوونکي هم ووژل شول."

خو فرانس پرس خبري اژانس ویلي چې په دې برید کې ۶ سرتېري وژل شوي دي.

له بلې خوا د امریکا غږ ډېوې راډیو د پاکستاني چارواکو په قول ویلي چې د یوه افسر په ګډون ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک بیا ادعا کړې چې په دې برید کې یې تر ۳۰ ډېر پوځیان وژلي یا ټپیان کړي دي.

د فرانس پرس پر اساس، پاکستاني طالبانو په وروستیو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG