د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر د دولسمې ماښام مهال پاکستاني عسکر د دولتي ټلوېزیون پي ټي وي په تړلیو دروازو ور وختل.
ساعت وروسته د هغه وخت د پوځ واکمن مشر جنرال پروېز مشرف په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د صدراعظم میا محمد نواز شریف حکومت یې ړنګ او ځان یې د پاکستان اجرایوي مشر ټاکلی.
هغه پاکستانیانو ته ډاډ ورکړ چې وضعه تر کنټرول لاندې ده.
"زه یوازې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې په هېواد کې وضعیت په بشپړ ډول ارامه، باثباته او تر کنټرول لاندې دی
نوموړي هغه مهال وويل: "زه یوازې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې په هېواد کې وضعیت په بشپړ ډول ارامه، باثباته او تر کنټرول لاندې دی، هیڅ بهرنی ځواک دې فکر نهکوي چې له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. ګرانو وروڼو او خویندو، ستاسو وسلهوال ځواکونه به هیڅکله تاسو ناهیلي نهکړي."
د ځانګړو ځواکونو پخواني کومانډو جنرال مشرف وروسته تر هغه د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ چې نوازشریف غوښتل دی د پوځ له مشرۍ لرې کړي.
مشرف له هغه راهیسې تر شاوخوا نهو کلونو په پاکستان واک وچلاوه او تل یې ټینګار و چې پوځي قانون یا مارشل لا نهده نافذه بلکې دی د جمهوریت د دودولو هڅې کوي.
مشرف د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له خونړي برید وروسته پیل شوه، یو ځای شو.
دې کار ګڼ پاکستانیان په غوسه کړل او د هغه او د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش خلاف یې لاریونونه وکړل.
مشرف دې غبرګونو ته له پام پرته اجازه ورکړه چې امریکا د ټرانزیټ په توګه د پاکستان له خاورې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کار واخلي او هم یې خپله نږدې همکاري ورسره جاري وساتله.
د مشرف د حکومت او امریکا د نږدې همکاریو یوه لویه بېلګه د هغو لسګونو القاعده او طالب مشرانو نیول او امریکا ته سپارل وو چې پاکستان ته اوښتي وو.
ګڼ دا بندیان بلآخره د ګوانتینامو زندان ته ولېږدول شول.
ده له خپل بل ګاونډ هند سره هم چې په اصل کې د ده د زېږېدو ځای و دوه واره په ۱۹۷۱ او ۱۹۹۵ کلونو کې جګړې وکړې خو واک ته په رسېدو یې له هند سره د تعلقاتو د ښه کېدو هڅې وکړې.
هغه د اړیکو سمولو په هدف د ۲۰۰۱ز کال په جولای کې اګرې ته ولاړ او هلته یې له هندي صدراعظم اتل بېهاري واجپايي سره ولیدل، خو په خبرو کې خاص پرمختګ و نهشو.
جنرال مشرف په کور دننه هم له ګڼو لوړو ژورو سره مخ وو.
په ۲۰۰۶ کال د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او والي نواب اکبر خان بګټي او تر هغه یو کال وروسته د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.
مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د سترې محکمې رئيس قاضي افتخار احمد چودري باندې فشارونه راوړل چې دنده پرېږدي خو د هغه پلویانو او ګڼو وکیلانو مظاهرې وکړې.
پر جنرال مشرف فشارونه زیات شول تر دې چې دی په اګست کې استعفا ته اړ شو.
همدا لانجې د دې لامل شوې چې تر یو بل کاله پورې مشرف د پوځ مشري جنرال اشفاق پرویز کیاني ته پرېښوده او ملکي ولسمشر شو خو دې حالت ډېر دوام ونه کړ او په ۲۰۰۸ کال کې ټاکنې پیپلز ګوند په مشرۍ ایتلاف وګټلې او پر جنرال مشرف فشارونه زیات شول تر دې چې دی په اګست کې استعفا ته اړ شو.
مشرف تر هغه وروسته څو کاله په برېتانیا کې تېر کړل او تر هغه وروسته کلونو کې یې پاکستان ته په ستنېدو هم د محکمې له دوسیو او لانجو سره مخ وو تر څو چې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې دوبۍ ته ولاړ او د عمر تر پایه همالته پاتې شو.
جنرال پروېز مشرف بلآخره د فبروري په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله په ۷۹ کلنۍ کې سترګې پټې کړې او په دې ترتیب د پاکستان د دغه پخواني واکمن پوځي له لوړو ژورو ډک ژوند پای ته ورسېد.