د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

په پاکستان کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پارلماني انتخابات کېږي


د ټاکنوپه درشل کې د پاکستان پخوانی صدراعظم او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر، نواز شریف ونیول او زنداني شو.

پر کاندیدانو او سیاسي فعالانوپه انتحاري حملو او وسله والو بریدونوکې تر یوسل او لس زیات وګړي وژل شوي او سل ګونه کسان زخمیان شوي دي.

د پاکستان په را روانو ټاکنوکې درې کاندیدان، د پاکستان پیپلز ګوند څخه بلاول بوټو زرداري، د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان او د پاکستان مسلیم لیګ نواز ګوند یومشر شهباز شریف تر نورو ډېر پېژندل شوي او مخکښ ګڼل کېږي.

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم، نواز شریف ورور او د مسلم لیګ نواز ګوند له پېژندل شوو مشرانو دی.

هغه د پنجاب په یوه بډایه کورنۍ کې لوي شوی دی.

د هغه پلار، میا محمد شریف ستر پانګوال و چې متعددې صنعتي فابریکې یې چلولې.

شهباز شریف د يوه مستقل هېواد په توګه د پاکستان تر تشکیل څلور کاله وروسته، په پنجاب کې وزېږېد او په ځوانۍ کې یې د خپل پلار په څېرتجارت او صنعتي کارونه کول خو وروسته یې د خپل مشر ورور، نواز شریف په څېر سیاسي فعالیتونه پېل کړل.

شهباز شریف
شهباز شریف

په دې سفر کې، هغه یو وار د پنجاب اعلی وزیروټاکل او بیا د دې ایالت والي شو خو په نولس سوه نهه نويم میلادي کال کې په پاکستان کې د جنرال پروېز مشرف تر پوځي کودتا وروسته ، له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته تبعید شو.

شهباز شریف او د هغه ورور نوازشریف په 2008 میلادي کال کې پاکستانه ستانه شول او یو وار بیا د پنجاب حکومت ، شهباز شریف ته ورسېد.

شهباز شریف شپږ شپیته کلن دی او که د پاکستان سیاسي حالاتو ته وکتل شي، هغه د خپل مشر ورور نواز شریف لپاره ښه سیاسي تکیه ده.

د څارونکو په باور، له نواز شریف سره د هغه د سیاست فرق دا دی چې شهباز شریف د سیاسي فعالیت په کلونوکې توانېدلی چې د پوځ له جنرالانو سره ښه روابط وساتي،

په پاکستان کې بل عمده کاندید ، د تحریک انصاف پاکستان مشر ، عمران خان دی.

د تحریک انصاف پاکستان مشر ، عمران خان
د تحریک انصاف پاکستان مشر ، عمران خان

عمران خان ترخپل سیاسي فعالیت مخکې ، په سیمه او نړۍ کې د کرکټ د اتل په توګه ښه پېژندل شوی دی.

عمران خان د پنجاب صوبې او شپږشپیته کلن دی.

هغه له نولس سوه یو اویا تر دونوي میلادي کاله، کرکټ کاوه. په نولس سوه دو نویم کې چې دپاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان شو، د پاکستان لوبډلې د کرکټ نړیواله اتلولي وګټله .

عمران خان په اکسفورد کې زده کړې کړې او په کرکټ کې د شهرت تر ګټلو وروسته یې سیاست ته مخ اړولی دی.

هغه په نولس سوه شپږ نويم میلادي کال کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند بنسټ کښېښود.

سره له دې چې پنجابی دی خو څو کاله مخکې یې ګوند د پاکستان تر نورو ټولو صوبو په خیبر پښتونخوا کې زیاتې چوکۍ وګټلې.

په افغانستان کې د جګړې ملاتړله امله، عمران خان حتی د پاکستان په ځینې سیاسي کړیو کې[طالبان خان] بلل کېږي.

د عمران خان یوه مسئله چې په مکرر ډول په رسنیو کې مطرح کېږي ، د هغه شخصي او کورنی ژوند دي.

عمران خان د پاکستان ډېر خلک، د یوې مور لپاره د ښه زوي په توګه پېژني.

کله چې د عمران خان مور په سرطان مړه شوه، هغه په لاهور کې د خپلې مور په نوم، د شوکت خانم د سرطان روغتون او تحقیقاتي مرکز ، پرانیست چې هرکال سل ګونه کسان، له ټولې سیمې د وړیا درملنې لپاره ورځي.

د عمران خان پر متعددو ودونو هم مکرراً په مطبوعاتو کې بحث کېږي.

عمران خان د ځوانۍ او خپل شهرت د اوج په کلونو کې له یوې بریتانوي ښځې واده وکړ چې دوه زامن ورسره لري.

دوهم واده یې د ریحام خان په نوم له یوې پاکستانۍ پښتنې سره و چې تر لنډ وخت وروسته په طلاق ختم شو.

دریم وار یې له بشرا مانیکه سره واده وکړ چې د پاکستان په مذهبي کړیو کې فعاله بلل کېږي.

عمران خان دکرکټ له اتلولۍ تر بحث پارونکو ودونو اومکرر طلاقونو، د خیبرپښتونخوا له حکومته د طالبان خان تر لقبه په سیاسي او شخصي ژوند کې له لوړو او ژورو سره د پاکستان صدرات ته د رسېدو لپاره له غوغا ډک انتخاباتي کمپاین چلوي.

دریم او ترنورو ځوان کاندید، بلاول بوټو زرداري دی چې دېرش کاله عمر لري.

بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

بلاول د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې، بې نظیر بوټو او د مخکني ولسمشر اصف علي زرداري اول اولاد دی.

هغه په کراچي ښار کې زېږېدلی دی.

د پاکستان د پيپلز پارټي یا د پاکستان د خلکو ګوند د مشرتابه میراث ، بلاول بوټو زرداري ته د هغه له نیکه، زولفقار علي بوټو رسېدلی دی.

په پاکستان کې د جنرال ضیاالحق تر پوځي کودتا وروسته، زولفقار علي بوټو ونیول او اعدام شو.

د بلاول دوه ماما ګان هم ترور یا په مرموز ډول ووژل شول .

د پاکستان د پيپلز ګوند مشري د بلاول مور ،بې نظیر بوټو کوله چې دوه واره د صدرات پر ګډۍ کښېنسته خو په دوه زره لسم میلادي کال کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.

د بې نظير بوټو تر وژل کېدو وروسته، بلاول مجبوراً ، په بریتانیه کې خپلې زده کړې نیمګړې پرېښودلې او پاکستان ته ستون شو.

هغه که څه هم خپلې زده کړې په انګلستان کې بشپړې کړې او ډېر په بریتانیه او متحده عربي اماراتوکې اوسېدلي، د سیاسي فعالیت تر اعلان وروسته په پاکستان کې مېشت دی.

هغه له خپلو دوو خویندو، اصفې او بختاور بوټو زرداري سره اوسي او واده یې نه دی کړی.

سره له دې چې د بلاول پلار، اصف علي زرداري د پاکستان په سیاسي او ټولنیزو کړیو کې چند ان محبوبیت نه لري، خوبلاول ځوان دی او دې مسئلې چې ښايي متفاوت فکر ولري او سیاسي عمل یې ښايي نوي اړخ ولري، د پاکستان پيپلز ګوند د معتبر کاندید په توګه را مخکې کړی دی.

بلاول له خپل پلرني کلي، لړکانا ځان کاندید کړی دی.

بلاول بوټو زرداري ویلي چې تر انتخاباتو وروسته به یې ګوند، د هغه پلار اصف علي زرداري د پاکستان د صدرات لپاره دکاندید په توګه را مخکې کړي.

XS
SM
MD
LG