د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

عمران خان: د پاکستان پوځ به بیا هېڅ کله هم د بل هېواد لپاره جګړه ونه کړي


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د دې هېواد پوځ به نور نو هېڅ کله د نورو په جګړه کې ښکېل نشي.

دی وايي، د دې هېواد پوځ به بیا هېڅ کله هم د بل هېواد لپاره جګړه ونه کړي.

عمران خان چې د پاکستان د دفاع د ورځې یا یوم دفاع پاکستان په مناسبت غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه چې د پاکستان ټولو دښمنانو هڅه وکړه چې له دې حقیقت څخه چې دا هېواد د نورو په جګړه کې ښکېل دی، ناوړه ګټه واخلي، خو د ده په وینا، په هغه طریقه چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو دا جګړه پرمخ بوتله، ترورېزم ته یې ماتې ورکړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې له حملو وروسته چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پرځولو پلان جوړاوه، نو د پاکستان د هغه مهال پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف ژمنه وکړه چې د امریکا له پوځ سره د ترورېزم پرضد د جګړې په نوم په پوځي عملیاتو کې به مرسته وکړي.

هغه مهال د طالبانو د رژیم د پرځولو لپاره ټول عملیات په پاکستان کې او د پاکستان د پوځ په مرسته جوړ او عملي شول.

عمران خان که څه هم تحریک انصاف ګوند په ۱۹۹۶ میلادي کال کې جوړ کړ، مګر هغه مهال دی د کرکټ د یوه ستوري په توګه په خلکو کې مشهور و او ګوند یې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې چې د ترورېزم پرضد جګړه پیل کېدله، د نن په شان ډېر په سیاستونو کې ښکېل نه و، خو هغه په خپله پرونۍ وینا کې د ترورېزم پرضد روانې جګړې ته د څرګندې اشارې په ترڅ کې وویل چې دی له لومړۍ ورځې د نورو په جګړه کې، د پاکستان د پوځ له ګډون سره مخالف و.

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه او څارونکي په سیاستونو کې د پاکستان د پوځ پر اساسي رول او د ملکي حکومت په چارو کې د پوځ د مشرانو پر لاسوهنو انتقادونه کوي، عمران خان وویل چې پوځ د پاکستان د داسې یو بنسټ په توګه عمل کوي چې په ملکي چارو کې د لاسوهنې کچه یې صفر ته تقرب کوي.

هغه یادونه وکړه چې د پاکستان د پوځ چارې یوازې د وړتیا او مسلکي مهارت له مخې پرمخ ځي او زیاته یې کړه، د پاکستان ملکي او پوځي مشران د هېواد د پرمختګ ګډ هدف تعقیبوي.

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې متحده ایالاتو په پاکستان کې د دېره افراطي وسله والو ډلو د ځپلو په برخه کې له اسلام اباده د هڅو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال محمود قریشي او له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې بیا تکرار کړه، خو قریشي له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې پامپیو له ده سره په خبرو کې د افراطي وسله والو د پټنځایونو مسئله هېڅ یاده نه کړه.

XS
SM
MD
LG