د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د پاکستان پخوانی پوځي پروېز مشرف په اعدام محکوم شو


د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف
د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف

د پاکستان يوې ځانګړې محکمې د هغه هېواد پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې ده.

په ۲۰۱۳ میلادي کال د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ګوند د حکومت تر راتلو وروسته دغه حکومت پر جنرال مشرف د قانون ماتولو له امله د غدارۍ دوسیه ثبت کړه چې وروسته بیا د دغې قضیې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه هم جوړه شوه.

تر دې وروسته مشرف یوازې یو ځل دغې محکمې ته حاضر شو او بیا د درملنې لپاره له هېواده بهر لاړ چې تر دې دمه له پاکستانه بهر دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې جنرال مشرف ته دغې ځانګړې محکمې د سې شنبې په سهار د غدارۍ او قانون ماتولو له امله د مرګ سزا واوروله.

پروېز مشرف په ۲۰۰۷ میلادي کال د پاکستان قانون وځنډاوه او په دغه هېواد کې یې بېړنی حالت اعلان کړ.

که څه هم د پاکستان ځانکړې محکمې په تېر نومبر میاشت کې د مشرف د قضیې پرېکړه کړې وه، خو خوندي یې ساتلې او نن‌یې بربنډه کړه.

د راپورونو له مخې د مشرف د قضیې اورېدنه درېیو قاضیانو کوله چې له دې ډلې دوو نوموړي ته د مرګ د سزا اورولو پلوي کړې.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کومه محکمه د دغه هېواد پوځي دیکتاتور ته د مرګ سزا اوروي.

د یادونې وړ ده چې مشرف لا تر دې دمه د ځانګړې محکمې د پرېکړې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG