د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

مشرف ومنله چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه کوله


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې : مشرف ومنله چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه کوله – سرلیک لاندې یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د پاکستان پخوانی جمهوررئیس جنرال پرویزمشرف د جمعې په ورځ خبر جوړونکی شو او په عام محضر کې یي په ډاګه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د نیابتي جګړې او وسله والو ملاتړ کړی دی.

ده دغه راز وویل چې هند هم په افغانستان کې د نیابتي جګړې ملاتړ کوي او په دواړو هېوادونو یي غږ وکړچې دا کار دې بند کړي.

فارین پالیسي لیکي:

جنرال مشرف دا هم وویل چې جمهوررئیس کرزي په خپلې واکمنۍ کې پاکستان ته زیان رساوه او دوي هم د هغه د ګټو پرضد عمل کاوه.

دی وایي، ښکاره ده چې موږخپلې ګټې ساتلي. د مشرف په وینا، پاکستان د نیابتي جګړې لپاره خپل کسان او هند خپل لري او دا سم کار نه دی.

خپرونه زیاتوي، مشرف وویل، دا مني چې دا سم او ښه کار نه دی، دا نه د پاکستان، نه د افغانستان او نه هم د هند په ګټه دی. مشرف د حقاني شبکي، طالبانو او یا کومې بلې خاصې ډلې نوم ذکر نه کړ.

فارین پالیسې وړاندې لیکي:

د امریکا متحده ایالات د پاکستان په نسبت له هند سره زیاته مینه لري او غواړي چې په هندوکش کې ځانته د پښې موقتي ځای ولري.

د خپرونې په باور، دې مسالې او د حامدکرزي لیرې کیدو د پاکستان هغه بیره کمه کړې چې دا هېواد ممکن د شاله خوا محاصره شي او دا مهال یي له بل هر وخت زیات له کابل سره اړیکي ښه کړي دي.

پاکستان دغه رازپه دې فکر دی چې له جمهوررئیس اشرف غني سره کار کولای شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د یوه مهم وژل شوي قوماندان د غلط تصویر د خپرویدو په اړه یو مضمون خپورکړی او لیکي:

تیره اوونۍ چې کله د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د اسلامي دولت ډلې یو مشهور قوماندان ملاعبدالروف خادم ووژل شو، د افغانستان استخباراتو په ډيرې خوښۍ دا خبر خپور کړ او ورسره جوخت یي د دوي په وینا، د خادم تصویرهم خپور کړ، خو دا تصویر د خادم نه، بلکه د کیوبا په ګوانتنامو زندان کې د بل بندې چې له ۱۲ کالو بند تیرولو وروسته دا مهال په کندهار کې عادي ژوند کوي، یعنې د شاولې خان تصویر و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

افغان او امریکایي چارواکي او دغه رازد سیمې اوسیدونکې چې ملا عبدالروف خادم یي پیژاند، تائیدوي چې نوموړی قوماندان په هوایي برید کي وژل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د ملاخادم د وژل کیدو خبر او په غلطۍ کې د شاولي خان تصویر خپور شو، د خان مدافع وکیلانو د ورځپاڼې مرکز ته ټیلیفونونه وکړل او دا مساله یي هغوي ته بیان کړه.

د ورځپاڼې یوه خبریال هم شاولي خان ته ټیلیفون وکړ او هغه ومنله چې د ده تصویر خپور شوی دی.

خان ویلي، دا دده د څو کلونو پخوانی عکس دی او دا هغه مهال و چې دی په ګوانتنامو کې بندي و.

XS
SM
MD
LG