د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د افغان طالبانو او پاکستان پر اړيکو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د پاکستان او طالبانو بيرغونه
د پاکستان او طالبانو بيرغونه

یورو ایشیا ریویو ورځپاڼه:

یورو ایشیا ریویو د افغانستان او پاکستان د چارو د کارپوه نورین اختر مقاله خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د اسلام اباد او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړیکو ته کتنه شوې ده.

د مقالې لیکوال لیکي چې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دا اندېښنه وه چې ښایي په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره پاکستان ته نا امنۍ وغځیږي خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دوی ټولو هېوادو ته ډاد ورکړ چې له افغانستانه به د دوی امنیت ته خطر متوجه نه‌شي.

نورین اختر د طالبانو دا ژمنه ننګولې ده او د مثال لپاره یې لیکلي دي چې، تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستانه له دننه په پاکستان کې بریدونه کوي چې دې مسالې د پاکستان پوځي او سیاسي چارواکي اندېښمن کړې دي.

د مطلب په دوام راغلې دي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یعنې د نویمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې وضعیت داسې نه و.

پاکستان هغه وخت له څو ګوتو په شمېر هېوادو څخه و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، خو اوس هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د یورو ایشیا ریویو د دې مقالې لیکوال د افغانستان او پاکستان کلتوري، مذهبي، اجتماعي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره لیکي چې، د دغو هېوادونو په یوه کې امنیت پر بل اغېز کوي او حتی د ټولې سیمې پر امنیت په مستقیم ډول تاثیر لري.

د لیکوال په باور که چېرته د تحریک طالبان پاکستان حملې له افغانستانه د پاکستان دننه ادامه پيدا کړي باید د ټولې سیمې پر امنیت منفي اغېزې وشیندي.

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلومات خپرونې هم همدا مساله را اخیستې ده، چې د دې خپرونې دا مقاله د عمیر جمال په نوم یوه کس لیکلې ده.

لیکوال کابل ته تېره میاشت د پاکستاني جګپوړي پلاوي سفر ته اشاره کوي او لیکي چې، دې هیات د طالبانو رژیم ته خبرداری ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان په برخه کې باید د اسلام اباد اندېښنو ته جدي توجوه وکړي.

د لیکوال په نظر پاکستان په کابل کې واکمنو طالبانو ته ویلي دي چې، هغه وخت به بهرني د دوی حکومت په رسمیت وپېژني چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد لاس په کار شي.

د ډیپلومات په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې، اسلام اباد د (ټي تي پي) په برخه کې د غرب له شته اندېښنو هم استفاده کولی شي.

د لیکوال په باور یو شمېر لوېدیځ هېوادونه اوس د اسلام اباد له دې نظر سره همغږي دي چې (ټي ټي پي) یوازې پاکستان ته نه، د دوی هېوادونو ته هم یو خطر دی.

د ډیپلومات په مقاله کې د راپورونو په استناد دې ته اشاره شوې ده چې، افغان طالبانو د پاکستان غوښتنو ته سر نه‌دی ټیټ کړی او وړاندیز یې کړی دی چې د ( ټي ټي پي) وسله‌وال به له سرحدي سیمو په شا کړي خو نورو سیمو ته د دې وسله‌والو د انتقالېدو لپاره پیسې پکار دي.

په مقاله کې راغلې دي چې اسلام اباد ته د پیسو د ورکولو وړاندیز د منلو نه‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG