د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په کابل کې د پاکستاني پلاوي او ټي ټي پي مذاکرات پای ته رسېدلي


د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

په کابل کې د پاکستاني پلاوي او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو وروستی پړاو له کوم مهم پرمختګ پرته پای ته ورسېد او پاکستانی پلاوی تېره شپه بېرته پاکستان ته ستون شو.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار محمد علي سیف د نورو جزییاتو له ورکولو پرته پرون د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، چې خبرې اترې په ډېره ښه فضا کې وشوې او دواړو خواوو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې دا خبرې دوه ورځو ته پلان شوې وې خو درې ورځې یې دوام وکړ او د پاکستاني طالبانو اصلي غوښتنه له خیبر پښتونخوا ایالت نه د قبایلي سیمو د الحاق لغوه کول وو.

هغه زیاته کړه: "تر ټولو مهمه مسئله چې ډېر بحث پرې شوی د فاټا (د قبایلي سیمو) د حیثیت په اړه د دوی (پاکستاني طالبانو) غوښتنه وه چې دوی وايي چې د دې سیمې ضمیمه دې بېرته واخیستل شي او په دې اړه موږ خپل نظرونه له هغوی سره شریک کړل او بحث مو ورسره وکړ."

ښاغلي سیف زیاته کړه، چې هېواد ته د پاکستاني طالبانو د بېرته ستنېدو پر مسئلې او اړوندو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو هم خبرې وشوې.

د خبرو په دې دور کې د قبایلو ځينو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

تر دې مخکې هم د دواړو لورو ترمنځ څو ځلې خبرې شوې دي.

په تېر جون میاشت کې د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ یو میاشتنی اوربند د نامعلومې مودې لپاره وغځول شو.

خو دا په یوه اوونۍ کې دویم پاکستانی پلاوی دی چې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

یو بل پاکستانی پلاوی چې دیني عالمان په کې شامل وو، همدا شنبه له کابله پاکستان ته ستون شو.

که څه هم دا خبرې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب افغانستان په تېره بیا کابل کې ترسره شوې، خو هغوی یې په اړه ډېر لږ معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

ازادي راډيو د طالبانو له ویاندویانو نه د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پلاوي د خبرو په اړه معلومات وغوښتل خو د راپور تر چمتو کولو پورې یې ځواب ونه وایه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG