د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

اوټلوک انډیا: تورخم دروازه د تروریزم پر سر له طالبانو سره د لانجې له کبله تړل شوې وه


د تورخم درواز یوه څنډه
د تورخم درواز یوه څنډه

مطبوعاتو ته کتنه

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین پرون د تورخم دروازې د بیا پرانیستل کېدو په اړه مطلب خپور کړی چې په خوړو او نورو توکو بار لارې وتوانېدلې له دې دروازې تګ راتګ پیل کړي.

مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

اسلام اباد تور لګولی چې طالبانو په افغانستان کې هغو افراطي وسله والو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې حملې کوي، خو کابل کې د طالبانو چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی خبر ورکړی چې له پرون شنبې د تورخم دروازه له دواړو لوریو د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې دا خبر ورکړی، خو نور توضیحات یې نه دي ورکړي چې له پاکستان سر په دې اړه کومه موافقه شوې ده.

تر دې مخکې دغه دروازه د سلواغې/دلوې پر ۲۹مه د طالبانو له خوا وتړل شوه چې طالبانو یې علت د پاکستان له خوا د ژمنو نه عملي کېدل ښوولي وو. په دې اړه نور جزییات نه وو ورکړي چې پاکستان کومې ژمنې کړې وې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تېره پنجشنبه د دې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړ، خو د دې خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته دغه دروازه بېرته د پاکستان له خوا وتړل شوه او د جمعې په ورځ وویل شول، چې دروازه په مشروط ډول پرانیستل شوې ده.

تر دې مخکې هم د تورخم دروازه دغه راز د چمن او سپین بولدک ترمنځ دروازه د ځینو لانجو له کبله تړل شوې ده. وخت ناوخت پر دغو دروازو وسله والې شخړې هم شوې دي.

اوټلوک انډیا:

د هندوستان اوټلوک انډیا ورځپاڼې ته هم د تورخم دروازې مسئله مهمه ښکاره شوې او په یوه مطلب کې یې لیکلي چې دغه دروازه د تروریزم پر سر له طالبانو سره د لانجې له کبله تړل شوې وه.

د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د دروازو پر سر لانجې او وسله والې شخړې شوې دي.

د اوټلوک انډیا د لیکنې په دوام راغلي چې پاکستان تورخم دروازه د شپږو ورځو لپاره د نقلیه وسایطو پر مخ تړلې وه چې د شنبې په ورځ له بیا پرانیستل کېدو سره ۷۰۰۰ لاریو ته چې په دواړو غاړو کې بند پاتې وو، د تګ راتګ زمینه برابره شوه.

دغې هندۍ ورځپاڼې د تورخم دروازه پاکستان ته مهمه ټرانزیټي لار بللې چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل مالونه ولېږدوي.

اوټلوک انډیا زیاتوي، د تورخم دروازه تېره یکشنبه وروسته له هغې د افغان طالبانو له خوا وتړل شوه، چې اسلام اباد کابل تورن کړ، چې تحریک طالبان پاکستان ته یې پناه ورکړې ده.

د لیکوال په وینا، په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې خپلې حملې زیاتې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG