افغانستان
د کړکېچ نړيواله ډله: د ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده

د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي اصلي هسته په افغانستان کې ده.
دغې ډلې پرون چهارشنبه (د مارچ نهه ویشتمه) په خپل یوه راپور کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو فکري ملګري بللي او ویلي یې دي، له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستاني کې بریدونه ډېر شوي دي.
راپور کې راغلي، پاکستان کې پر پولیسو له دوو خونړیو بریدونو وروسته چې یو یې د جنورۍ په دېرشمه په پېښور او بل یې فبروري میاشت کې په کراچۍ کې وشو، د امنیتي ځواکونو د څارنې اقدامات جدي شوي دي.
راپور د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیا څانګې د سلاکارې سمینه احمد لهخوا خپور شوی دی.
تر دې وړاندې ګڼو پاکستاني چارواکو هم تور پورې کړی چې، د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او په وار وار یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې چاته زیان نه پېښیږي.
افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او حکومت د سولې د هڅو منځګړیتوب هم کړی، خو پاکستاني طالبانو تېره نومبر میاشت کې له خپل حکومت سره کړی اوربند مات کړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایراني چارواکو او طالبانو پر پوله د جګړې په اړه څېړنې پیل کړي
په نیمروز ولایت کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې، د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د ټکور په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې.
د ایران ایرنا خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او یو طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
ملګري ملتونه: له ۲۸ميليون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

په داسې حال کې چې د ملګروملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸.۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې ډله کې یوازې شپږ میلیون افغانان له قحطۍ څو ګامه لیرې دي، نن په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې ورځ نمانځل کېږي.
د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۸مه د لوږې د پروژې ټولنې دا ورځ په نړۍ کې د لوږې د له منځه وړلو د ورځې په توګه ونوموله.
د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د نورو نړیوالو مرستندویو مؤسسو چارواکي وايي چې اوسمهال د افغانستان خلک د تېرو څو لسیزو پرتله له بېسارې لوږې او بېوزلۍ سره لاس ګرېوان دي.
طالبان: تېره يوه مياشت کې د طبيعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه شوي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چې طالبان یې اداره کوي وايي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه له څلوېښتو زیات کسان په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.
د دې ریاست وزارت ویاند شفیعالله رحیمي رسنیو ته په یو غږیز پیغام کې د دې وزارت د ولایتي ادارو د راپورونو په حواله ویلي: "په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو، ږلۍ، سېلابونو د ځمکې د ښویېدو او په نورو پېښو کې زموږ ۴۲ هېوادوال شهیدان، ۴۵ ټپیان، ۳۴۱ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوي."
د رحیمي په وینا دې پېښو نږدې شل زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه او همدا راز له ۱۳۵۰ زیات څاروي هم له منځه وړي دي.
د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د ایراني او طالب سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده.
د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړي دي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د 'حال وش' په نامه د یوې ایرانۍ مدافع ډلې په حواله ویلي و, چې دغه نښته نن سهار پیل شوې وه.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي، خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نهدي تایید شوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره هم کتلي دي.
تر اوسه د نښتې علت معلوم نهدی.
طالبانو او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نهدي ویلي.
له متحده عرب اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي

کاناډا اعلان کړی چې له متحدهعربي اماراتو سره د افغان کډوالو د خوندي لېږد د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې، د کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر له قوله لیکلي، دوی د دې هوکړې په بدل کې ژمنه کړې چې ۱۰۰۰ کسه هغه افغانان به چې د افغانستان له سقوط وروسته، متحدهعربي اماراتو ته انتقال شوي او هلته پاتې دي، کاناډا کې مېشت کړي.
وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه، کاناډا د تخلیې او بشردوستانه لارو خپل هېواد ته د ۴۰ زره افغانانو د منلو اعلان وکړ.
د کاناډا د کډوالۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له دې شمېر کسانو ۳۲زره افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي.
د مدني ټولنو يو سازمان د 'مطيعالله ويسا' د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د مدني ټولنو یوه سازمان، د طالبانو له توقیف نه د تعلیم د افغان فعال مطیعالله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد ادارې پرون جمعه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د د بشري حقونو د مدافع او د تعلیم د حق د فعال مطیعالله ویسا د توقیف دوې میاشتې کېږي.
د دې سازمان په وینا، د ویسا کورنۍ ته اجازه نهده ورکړل شوي، څو له هغه سره، چې په خپلسري ډول نیول شوی، وګوري.
د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد غوښتنه کړې چې د مطیعالله ویسا د خوشې کېدو لپاره باید غږونه خاموش نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ویسا تر څنګ د هرات د ښځو د زندان پخوانۍ رئیسه عالیه عزیزي او د هرات پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو لهخوا نیول شوي او برخلیک یې لا هم معلوم نهدی.
د مطیعالله ویسا یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د ویسا د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.
ډاپینګ: افغانانو سره په روغتيايي برخه د مرستې لپاره نړيوال مشارکت کليدي رول لري

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي، له افغانانو سره په روغتیايي برخه کې د مرستې لپاره نړیوال مشارکت کلیدي رول لري.
لاو ډاپینګ پرون جمعه په یوه ټویټ کې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تیار دی چې په افغانستان کې اړو کسانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو د مشرۍ رول پر غاړه واخلي.
هغه ویلي، د دې سازمان څه باندې ۵۰ شریکان یې د افغانستان له خلکو سره د روغتیايي مرستو لپاره هڅولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۷ ميلیونه او ۶ لکه کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري او د دغو خدماتو لپاره څه باندې ۱۸۸ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
طالبان: تخار کې یوې ښځې ځان وژلی او بله وژل شوې

په تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او یوه بله وژل شوې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن رسنیو ته وویل، د ینګي قلعه ولسوالۍ په کفترعلي کلي کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د کورنیو لانجو له کبله مرګ موش خوړلی او ځان وژنه یې کړې.
ساپي همدا راز وویل، بېګا په مرکز تالقان کې په یوه بله پېښه کې یوه ښځه په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوې ده.
د ساپي په وینا، د دواړو پېښو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پخوانۍ سابقه لري، خو په وروستیو کلونو کې زیاتوالی په کې راغلی.
د طالبانو حکومت په شمالي ولایتونو کې ۴۴ نوي انتنونه نصبوي

د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدماتو اداره د هېواد په شمال کې د مخابراتي شبکو د ۴۴ نویو انتنونو د جوړولو د پلان خبر ورکوي.
باختر خبري اژانس راپور ورکوي چې دا انتنونه به د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو په هغو سیمو کې نصب شي چې د مخابراتي شبکو خدمات نه وررسېږي.
باختر د اترا ادارې د رییس حافظ محمد ثابت نعمان له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي تراوسه، د جوزجان ولایت په قوش تېپې او درزاب ولسوالیو کې ۳ انتنونه فعال شوي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ټولو پنځو ولایتونو کې د ۴۱ انتنونو د رغونې چارې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له نورو ولایتونو څخه هم د کمزورو مخابراتي خدماتو شکایتونه رارسېږي.
پر افغان ښځو محدودیتونه؛ ځینو مدافع ټولنو یې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو دوو مخکښو مدافع ټولنو غوښتنه کړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جرمونو په توګه وڅېړل شي.
د بخښنې نړيوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د عدالت او بشري حقونو مدافعانو په یو ګډ راپور کې چې عنوان یې دی 'د ښځو پرضد د طالبانو جګړه' ویلي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو کلک محدودیتونه او غیرقانوني ځپونکي اقدامات دې د بشریت پرضد د احتمالي جنایاتو په توګه وڅېړل شي.
په دې راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې ایګنیس کالامارد له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، افغان مېرمنې د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو قربانیانې دي.