نړۍ
د کراچۍ د پولیسو پر مرکز برید کې ۴ کسان وژل شوي

د پاکستان پولیس وايي، لږ تر لږه دوه سرتېري او دوه افراطي وسله وال هغه وخت ووژل شول، چې وسله والو په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکزي دفتر برید وکړ.
د کراچۍ پولیس وايي، شپږ پولیس ټپیان شوي هم دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي منلی دی.
د حکومت یوه سلاکار مرتضی وهاب ویلي، چې پولیسو او ملیشه ځواکونو په ګډو عملیاتو سره د پولیسو دغه مرکز تصفیه کړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا اله رسنیو ته ویلي، برید کوونکو لومړی پر دخولي دروازه چاودنه وکړه او بیا ودانۍ ته ننوتل، چې وسله واله نښته وشوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکرايني چارواکي: د روسي ځواکونو په بريدونو کې نهه کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکي وایي، تېره شپه د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نهه تنه د روسي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي په حواله ویلي، دا بریدونه ښيي چې روسیه سولې ته لېوالتیا نهلري.
بل لورته د برېتانیا پوځي استخباراتو اعلان کړی چې، په بخموت ښار کې د روسیې د ماتېدو احتمال شته.
پر دغه ښار له تېرو څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکرایني ځواکونو جګړه روانه ده او روسیه یې د لاندې کولو هڅه کوي.
د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ژر ليدنې ژمنه کړې

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ژر به ملاقات سره وکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور لهمخې دغه ژمنه نن سهار د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان په ټیلفوني خبرو کې وکړه.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) هم راپور ورکړی چې، دواړو وزیرانو یو بل ته د روژې مبارکي ورکړې او تهران او ریاض کې یې د دغو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانيستې په اړه خبرې کړي دي.
د سیمې دوو سیالانو سعودي او ایران تېره میاشت د چین په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې ډيپلوماتیکې اړیکې به له سره جوړوي.
دغه دواړه هېوادونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې مستقیمې ډيپلوماتیکې اړیکې نهلري.
برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.
د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.
د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.
دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) لهخوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.
نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.
د چين ولسمشر روسيې ته خپل سفر پای ته ورساوه

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو توافقنامو له لاسلیکولو سره پای ته ورساوه.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وباله او ویې ویل چې، د ماسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو نوی فصل پيل شو.
په ورته وخت کې د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي چې، له روسیې څخه د چین سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ د واشنګټن له ګټو سره په ټکر کې دی.
بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې، د ده په اند له روسیې څخه د چین ملاتړ د اوکراین د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.
دا روسیې ته په تېرو څلورو کلونو کې د شي جین پینګ لومړی سفر و چې تېر ماښام بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
يو شمېر نړيوال بنسټونه: د اوکراين بيارغونه ۴۱۱مليارده ډالرو ته اړتيا لري

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارډه ډالرو ته ضرورت لري.
نړیوال بانک، ملګرو ملتو، اروپایي کمېسیون او اوکراین د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړه.
نړیوال بانک وایي چې، د روسیې د تیري له امله د اوکراین زیربناوې، ودانۍ او د خلکو ټول ژوند ته سخت زیان اوښتی دی.
روسیې پروسږکال د فبرورۍ په څلرویشتمه پر اوکراین خپل غیر موجه برید پيل کړ چې لاهم روان دی.
اسټرالیا له هند د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هندوستان په چینای ښار کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۲۱ منډو به توپیر د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.
دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۰ منډو هدف یې وټاکه.
د دوی لپاره په توپوهنه کې میچل مارش ۴۷، او الیکس کیري ۳۸ منډې وکړې.
د هند په توپ اچونکو کې بیا هارډیک پانډیا او کولديپ یادو ۳ـ۳ او محمد سراج او اکشرپټیل ۲ـ۲ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۱ اور کې ۲۴۸ منډې وکړې او دا لوبلړۍ یې ۱ـ۲ وبایلله.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې ادم زمپا ۴ او اشټن اګر۲ هندي لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ادم زمپا ته ورکړل شوه، میچل مارش بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه په ۳ لوبو کې ۱۹۴ منډې کړې وې.
زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و.
دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي.
پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.
ګوتېرش د روژې د رارسېدو له امله د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د روژې میاشتې د رارسېدو له کبله د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مبارکې ورکړې ده.
هغه نن چهارشنبه په یوه ویډیویي پيغام کې هیله څرګنده کړې چې له دې موقع نه په استفادې دې په ټوله نړۍ کې د سولې او عدالت لپاره کار وشي.
نوموړي ويلي: "زه له ټولو هغو کسانو سره یو ځای چې روژه نیسي د سولې، متقابل درناوي او پیوستون غږ کوم. موږ باید له دې مبارکې میاشتې الهام واخلو او په ټوله نړۍ کې د عدالت او انصاف لپاره کار وکړو."
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، نن چهارشنبه د شعبان دېرشمه او سبا پنجشنبه د روژې اوله ورځ ده.
امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سهشنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.
د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.
په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.
امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بېپیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.
مککال: که بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو وتلو اسناد را ونهسپاري احضار به شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.
ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
د مککال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.
دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.
د مککال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مککال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونهسپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.