د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د پي‌ټي‌ام غړو د علي وزير د خوشې کېدو هرکلی کړی


علي وزير
علي وزير

علي وزیر له څه باندې دوه کلن بند وروسته پرون سې‌شنبه د کراچۍ له زندانه خوشې شو، چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا (PTM) غړو یې هرکلی وکړ.

پر علي وزیر تور لګول شوی و، چې د حکومتي ادارو خلاف یې پاروونکي څرګندونې کړي، خو په خپله علي وزیر دغه تورونه په وار- وار رد کړي دي.

هغه چې د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی و، له زندانه له خوشې کېدو سره سم ویلي، چې د پخوا په څېر به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

"ریاست تل د ظلم، ناروا او پر مظلومو خلکو د زورزیاتي لار خپله کړې ده.

علي وزیر وروسته د سلګونو کسانو یوې غونډې ته خبرې وکړې: "ریاست تل د ظلم، ناروا او پر مظلومو خلکو د زورزیاتي لار خپله کړې ده. چې کله په لر و بر افغان کې پاکستانۍ ادارې خپله دهشتګردي، خلک بې‌کوره کول، خلک بې وطنه کول، خلک اغوا کول او ورک کول کوي. بې‌ځایه عملیات به یې کول، چې بې‌ګناه خلک به یې مړه کړل، ویل یې چې موږ دهشتګرد مړه کړي دي، کله چې PTM راپورته شو او د ریاستي او جنرالان په مخکې ودرېدل او د هغوی لاس یې ونیوه، چې دا ظلم دې کړی، نور پر دې خاوره ظلم نه شې کولی."

علي وزير له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان په بند کې و.
علي وزير له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان په بند کې و.

علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر پر ۱۶مه نېټه په پېښور کې نیول شوی و، چې بیا د سند ایالت پولیسو ته وسپارل شو، ځکه د سند پولیسو ویل چې، علي وزیر د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د حکومت خلاف پاروونکې څرګندونې کړې دي.

د علي وزیر د خوشې کولو ضمانتونه په وار- وار رد شول او د هغه خلاف ۱۹ دوسیې پرانیستل شوې وې، چې په ۷ هغو کې د هغه د نیول کېدو امر شوی و.

د علي وزیر د خوشې کېدو لپاره په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضیه غونډې هم وشوې، خو حکومت په دې برخه کې پر خپل پخواني دریځ ټینګار کاوه، چې هغه په زندان کې د علي وزیر ساتل وو.

XS
SM
MD
LG