د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۶

افغانستان

شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر کاروان ډزې شوي

د پښتون ژغورنې د غورځنګ عالي رتبه مشره ثنا اعجاز

راپورونه وايي، په شمالي وزيرستان کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا «PTM» پر يوه کاروان ډزې شوي دي.

د محسن داوړ او علي وزير په ګډون په‌دغه کاروان کې د غورځنګ نور مشران هم شامل وو.

ويل شوي، د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د ځينو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوې عالي رتبه مشرې ثنا اعجاز نن په خپل فېسبوک کې وويل:

"علي وزير او محسن داوړ په قافله کې وو چې ورباندې ډزې شوي، په ډزو کې ګڼ شمېر ملګري لګېدلي دي. په کار ده ملګري ځانونه په ميرانشاه او بنو روغتونونو ته ځانونه ورسوي، ځکه ډزې د بنو پر سړک شوي دي."

که څه هم د ټپيانو دقيق شمېر معلوم نه‌دى، خو ځايي خلکو د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل، د ١٥ ټپيانو له جملې د ٥ حالت نازک دى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی

د لوګر مرکز پل علم انځور

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې وړاندې د پل علم اړوند د شېنګ کمپ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او نظامي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت او په برید کې اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په کابل کې د امریکا سفیر د ۳ طالب زندانیانو له خوشې کېدو ملاتړ وکړ

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر د درېیو طالب زندانیانو له خوشې کېدو هرکلی وکړ.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني له دې اقدامه ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به دې لامل شي څو طالبان هم ځیني ګامونه پورته کړي.

ښاغلي بس وویل: "د امریکا متحده ایالات د درېیو طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر غني له دغه زړور تصمیم د یو انساني حرکت په توګه ملاتړ کوي، دغه کار به د اوسنۍ جګړې د وضعیت پای سره مرسته وکړه."

هغه زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان حکومت‌یې د افغانانو د سولې غوښتنې د ترلاسه کېدو په هدف ترسره کوي.

بس زیاتوي، هیله لري څو طالبان دغه اقدام "خپل انساني اقداماتو" په توګه د یو شمېر افغان ځواکونو او د غربي برمته شویو په خوشې کولو ځواب کړي.

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، پرېکړه‌یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له بګرام زندانه خوشې کړي.

ولسمشر نن د سې شنبې په ورځ د (عقرب ۲۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، دغه پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.

هغه زیاته کړه: "حاجي ملي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد زوی او انس د جلال‌الدین زوی چې په بګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو."

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو خوشې کېدل هغه څه چې ده ورته د دښمن خطاب وکړ د بریدونو د زیاتوالي لامل نه‌شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو روغتیايي وضعیت نازک و او له طالبانو سره په غیر مستقیمو خبرو کې د دغو استادانو خوشې کېدل اساسي غوښتنه وه.

که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه اشاره ونه‌کړه، خو ویې‌ویل چې طالبان به د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشې کړي.

طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.

مسئولین: پکتیا کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر وايي، په دغه ولایت کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي.

نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له لوري د تعرفې د لوړېدو له امله سوداګر چمتو نه‌دي چې مڼې پاکستان ته صادر کړي.

هغه وايي: "کله چې د افغانستان حاصلات راټولېږي، موږ بیا نه‌شو کولای چې هغه پاکستان ته صادر کړو، تر اوسه یوه لارۍ مڼې هم د پکتیا د ډنډ پټان له لارې صادر شوې نه‌دي."

نوموړي دغه‌شان وویل چې دا مهال د پکتیا په بازار کې د یو من مڼو بیه ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانۍ ده چې بڼوالو ته له دې امله ګڼ زیانونه رسېدلي دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، دا مهال د افغانستان د محصولاتو د خرڅلاو بازار یوازې پاکستان نه‌دی او سوداګر کولای شي چې د هوايي دهلېزونو له لارې خپل توکي بهر ته صادر کړي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وايي: "اوس مهال موږ له پاکستان سربېره اروپا، عربي هېوادونو، چین، هند، منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته صادرات لرو."

خو د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، افغان سوداګر د مالیې د لوړوالي له امله د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته د صادراتو لپاره زړه نه ښه کوي.

د پکتیا په ځاځي اریوب کې پر یو موټر هوايي برید شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سینګۍ سیمه کې تېر مازدیګر په یوه موټر هوایي برید شوی چې په‌کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قومانداني پېښه تأییدوي، خو د جزئیاتو په اړه‌یې څه نه‌وایي.

له بلې‌خوا بیا د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی غړی وکیل مبارز او د سیمې یو تن اوسېدونکی سید جمال‌الدین اصف‌خېل ازادي راډیو ته وویل چې په پېښه کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکیان د یوې کورنۍ غړي دي چې درې ښځې، درې ماشومان او یو سپین ږیری په‌کې شامل دي.

دوی وایي، دا څووم ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې په ملکي خلکو هوایي بریدونه کېږي او که دوام وکړي، سوله‌ییز لاریونونه به وکړي او عمومي لارې به وتړي.

یاده دې وي چې د ازادي راډیو خبریال د پېښې د لاسپیناوي په اړه د پکتیا له ولایت مقام او د ۲۰۳ تندر قول اردو له عمومي قوماندان او مطبوعاتي مسؤلینو سره تماس نیولی، خو اړیکه‌یې نه‌ده ځواب شوې.

د جوزجان د درزاب د بېرته نیولو په هدف عملیات پیل شوي

ارشیف

د جوزجان چارواکي، د درزاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي تصفیه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "عملیات له انتن تپې څخه د ولسوالۍ د مرکز په لوري چې درې کیلومتره فاصله لري پیل شول، په دې سیمه کې چې مرکز درزاب ته تللې په بشپړ ډول ماینونه خښ شوي دي، سیمه غرنۍ هم ده نو له همدې کبله د سیمې د تصفیې چارې ورو پر مخ ځي."

د جوزجان والي زیاته کړه، په دې عملیاتو کې ملي پوځ، کمانډو، ملي پولیس او سیمه‌ییز پاڅون کوونکي برخه لري چې هوایي ځواک‌یې ملاتړ کوي.

نوموړي وویل چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره‌یې یاده نه‌کړه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان کرکټ لوبډله له وېسټ انډیز سره نورې لوبې هم لري

ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې میاشتې تر وروستیو پورې له وېسټ انډیز لوبډلې سره درې ۲۰ اوره او یوه ټېست لوبه لري.

دا خبره د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو ازادي راډیو ته وکړه.

د دغو لوبو په لړۍ کې تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې وېسټ انډیز لوبډلې ته درې ۵۰ اوره لوبې بایللې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰ اوره لوبې د پنجشنبې په ورځ پیل او تر راروانې دوشنبې پورې به دوام وکړي.

هوتک وايي: "موږ هیله لرو چې زموږ لوبډله په راتلونکو لوبو کې چې درې ۲۰ اوره او یوه ټېسټ لوبه ده، وکولای شي ښې پایلې ولري."

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې افغانستان دغو لوبو ته ښه چمتووالی لري.

دا لوبې د هند د لکنوو ښار په ایکانا سپورټي لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا له وېسټ انډیز سره ټېست لوبه د نومبر پر ۲۷مه نېټه ترسره کېږي.

د وېسټ انډیز لوبډله د نړۍ د کرکټ لوبې له ۱۰ وتلو لوبډلو څخه ګڼل کېږي.

په ارزګان کې د یوې پرمختیایي پروژې ۲ کارکوونکي تښتول شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکې خبر ورکوي چې په ارزګان کې نامعلومو وسله والو د یوي روغتیايي پرمختیايي پروژي مسؤل او کارکوونکې برمته کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي نن ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې نامعلومو وسله والو دغه کسان د ترینکوټ ښار اړوند په ده یک نومي سیمه کې هغه مهال برمته کړي چې کله دوی په یاد سیمه کې د یو کلينيک په ساختماني چارو بوخت وو او دغلته يې د سیمې خلکو ته روغتیايي کلینيک جوړاوه.

عبادي وايي، دا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا برمته کړي دي.

ده یک سیمه د ترینکوټ ښار دوه کیلومترۍ کې په شمال لوېدیځه برخه کې پرته ده.

د عامې روغتیا ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په خوست کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ ټپیان دي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو ماین په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې وسله والو برید کړی و، کله چې سیمې ته پولیس ورتلل، نو ماین پرې چاودنه کړې.

ځايي خلک وايي، په دې پېښه کې د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د جنايي جرمونو مدیر هم وژل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې نن ماسپښین د تڼیو ولسوالۍ اړوند د دره ګي په سیمه کې د یو ملکي وګړي ګاډي پسې بمي چاودنه شوې چې همدا کس په کې وژل شوی او د کورنۍ درې ښځې او یو ماشوم په کې ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، ممکن په دې ګاډي پسې چسپکي ماین تړل شوی وي، کله چې ګاډی کور ته رسېدلی، نو ماین چاودنه کړې ده.

د خوست د امینې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پېښې د پلټنې لپاره سیمې ته پولیس ورغلي دي.

په لغمان کې د وریژو حاصلات زیات شوي

د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د وریژو د تولیداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال یوې هکټار ځمکې څلور ټنه شولې کړې وې، خو سږ کال دا حاصل له څلورو ټنو زیات شوی دی.

نوموړي د دغه زیاتوالي لامل د وریژو د کښت په برخه کې د عامه پوهاوي زیاتوالی، د کرنیزو ناروغیو مخنیوی او د بارانونو زیاتوالی یاد کړل.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کلنې ډول افغانستان اوس مهال ۵۷۴ زره ټنه وریژو ته اړتیا لري، خو په دې هېواد کې یوازې ۳۵۲ زره ټنه وریژې تولیدېږي او د ځان بساینې لپاره ۲۲۲ زره ټنو د وریژو تولید ته لا هم اړتیا لیدل کېږي.

شولې د افغانستان د ۱۷ ولایتونو په ۸۱ ولسوالیو کې کرل کېږي.

چارواکي: په ځاځي آریوب او څمکنیو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

ارشیف

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د ځاځي آریوب او څمکنیو په ولسوالیو کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم نن سهار مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله په ځاځي آریوب کې د افغان ځواکونو په هوايي برید او په څمکنیو کې وسله والو ته د خپل ماین په چاودنه کې اوښتې ده.

د ده په وینا چې په وژل شویو کې د احمدخېلو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی.

ده زیاته کړه: "بیګاه شپه په دوو ولسوالیو کې ۱۱ تنه وسلوال وژل شوي دي، چې ۷ تنه د ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند د روکیانو په سیمه کې وژل شوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو لخوا د احمدخېلو ولسوال هم موجود و، همدارنګه د څمکنیو د اندړو په سیمه کې وسله والو غوښتل، چې ماینونه ځای پر ځای کړي، چې خپل ماین ور پورې چاودلی او ۴ تنه وژل شوي دي."

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

چارواکي: د تورخم پولې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د تورخم پوله

د ننګرهار چارواکي وایي، د ۲۴ ساعتونو پر مخ د تورخم د پولې له پرانېستل کېدو سره د تورخم په ښارګوټي کې ګمرکي خدمتونه هم د ۲۴ پرمخ هم فعاله شوي چې ورسره عواید هم د پخوا په پرتله ډېر زیات شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً د ورځې په متوسط ډول لس میلیونه افغانۍ زمونږ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی، د ګمرک ټولې اسانتیاوې د تورخم په ښارګوټۍ کې د ښاروالۍ ادارې له لوري خلکو او مسافرینو ته برابرې شوي، اوس ۲۴ ساعته باروړونکي موټر او عام خلک تګ راتګ کولای شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله څه کم دوه میاشتې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په کې ګډون کړی و، پرانېستل شوه.

خو له هغه مهال راهیسې یې د ۲۴ ساعتونو پر مخ د پرانېستل کېدو پر وړاندې د ځینو ستونزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

جوزجان کې له طبعي ګازو د ۴۰ میګاواټه برېښنا دستګاه فعالیت پیل کړ

ارشیف: د جوزجان یو انځور

په جوزجان کې د لومړي ځل لپاره له طبعي ګازو د ۴۰ میګا واټه برېښنا د تولید دستګاه پرون په فعالیت پیل وکړ.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، دغه دستګاه د بیات پاور په پانګونه په شبرغان کې چې د طبعي ګازو ډیرې زیرمې لري، جوړه شوې او پرون یې په آزمایښتي بڼه فعالیت پیل کړ.

د دغې دستګاه له تولید شوې بریښنا به چې د افغانستان د برېښنا شرکت د شبکې له لارې انتقالیږي، په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې په لسګونه زره کورنۍ ګټه پورته کړي.

په اوس وخت کې د برېښنا له پلوه افغانستان تر ډېره د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر وارداتي بریښنا متکي دی چې ځینې وختونه یې د کمښت پړه افغان چارواکي پر صادرونکو هېوادونو اچوي خو د کتونکو په باور په کور دننه د برېښنا د تولید هره پروژه به پر بهرنیانو د افغانستان اتکا راکمه کړي.

ټاکنو کمېسیون: د رأیو تفتیش او بیا شمېرنې وروسته لومړنۍ پایلې اعلانېږي

سادات وايي، نهایي کوښښ دا دی څو په هغه نېټه چې د عقرب ۲۳ ده، د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیې ورکولو د څه باندې اتو زرو محلونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه روانه ده او هڅه کوي چې د ټاکلي مهالویش سره سم د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ نتیجه اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات دغه څرګندونې تېر ماښام وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړې چې د ولسمشرۍ یوه کاندید او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله کابل کې د لویې جرګې په کیږدۍ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د دغو محلونو د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ او له دې کمېسیونه یې وغوښتل چې دغه بهیر سمدستي ودروي.

خو سادات وویل، دغه پرېکړه د دې کمېسیون د رهبرۍ په اکثریت شوې او له ټولو کاندیدانو غواړي څو په دې بهیر کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.

ښاغلي سادات د یو شمېر لورو هغو اندېښنو ته په پام سره چې ښایي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو نتیجه بیا وځنډیږي وویل، کمېسیون تر ډېره هڅه کوي چې په ټاکلي وخت دغه نتیجه اعلان کړي.

سادات زیاته کړه: "زموږ نهایي کوښښ همدا دی چې په هغه نېټه چې د عقرب ۲۳ ده، د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلان کړو خو مونږه مشروطې بللې وې چې د درملوګ کمپنۍ پر خپل وخت معلومات د رأیې ورکونکو راکړي، د کاندیدانو ناظرین همکاري وکړي په پروسه کې، ځینې نور شرطونه هم وو چې د هغو پر اساس موږ کولی شول، اما درملوګ په پنځه ورځني ځنډ د رأیې ورکوونکو معلومات مونږ ته راکړي خو اوس هم موږ نهایي کوښښ کوو څو وتوانېږو د عقرب په ۲۳ د ولسشمرۍ د ټاکنو ابتدایي پایلي اعلان کړوو."

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې په څو ځلې په ځنډ د میزان د میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، په پام کې ده لومړنۍ نتیجه یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ چې د عقرب ۲۳ ده اعلان او وروستۍ نتیجه یې د قوس په ۱۵ اعلان شي.

میلي: امریکایي ځواکونه به څو کلونه نور هم افغانستان کې وي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وایي، امریکایي ځواکونو به د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال مارک میلي له امریکایي اې بي سي نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، تر اوسه په افغانستان کې هغه ماموریت چې له خاورې به یې ترهګر د امریکا پرضد د حملې لپاره کار نه اخلي، نه دی بشپړشوی.

هغه وویل، دا هغه اصلي دلیل و چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې له تروریستي حملو وروسته امریکایي ځواکونه دې هېوادته واستول شول.

میلي زیاته کړه: "تر اوسه دغه ماموریت نه دی بشپړ شوی او د دې لپاره چې دغه ماموریت بریالی شي، د افغانستان حکومت او د دې هېواد امنیتي ځواکونه باید دا وړتیا ولري چې خپل کورنی امنیت په خپله تأمین کړي او له خاورې یې د هغو تروریستانو مخه ونیسي چې غواړي پر نورو هېوادونو په تېره بیا متحدوایالتونو د حملې لپاره کار واخلي."

په اوس وخت کې شااوخوا دولس زره امریکایي او د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د نورو ښکېلو هېوادونو په زرګونو سرتیري دیره دي.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د وسله والو طالبانو او د امریکا ترمنځ د هغو خبرو یوه عمده مسئله وه چې شااوخوا لس میاشتې یې دوام وکړ او په تېره سپټمبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو د یوې حملې په غبرګون کې چې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون دولس تنه ووژل شول، لغوه کړې.

ملي امنیت شورا: هېڅ حکومتي پلاوی قطر ته نه دی تللی

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه اوازې ناسمې بولي چې وايي، د حکومت یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په یو ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ټینګار کړی دی چې د سولې او خبرو په برخه کې د افغان حکومت په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

حقمل زیاته کړه: "هېڅ پلاوی له کومې ډلې سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته نه دی استول شوی، د سولې او مذاکراتو په برخه کې د حکومت دریځ ډېر روښانه دی، مونږ وخت ناوخته په دې اړه پرمختګونه له خپل ولس سره شریکوو."

د راپورونو له مخې د یو شمېر سیاسي فعالانو په ګډون یو پلاوی له کابله دوحې ته رسېدلی، خو د دوی د سفر د هدف په اړه تر دې دمه ډېر معلومات نشته.

چارواکي: د پکتیا په زرمت کې ۹ وسله وال وژل شوي

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوي او ۲ نور نیول شوي دي.

د یکشنبې د ورځې مازیګر مهال د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو د زرمت لسوالۍ په کمربندي پوستو د برید لپاره تیاری نیوه چې د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغلل.

نوموړی زیاتوي چې په دې برید کې د وسله والو اړوند یو شمېر ماینونه، وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي او ځیني يې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

د والي ویاند وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

چارواکي: د پکتیکا په مټاخان کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې په مټاخان ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې د مټاخان ولسوالۍ په خواجه رم کلي کې د افغان هوایي ځواکونو په هوایي برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون، شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې برید کې عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

چارواکي: د بغلان په نهرین کې ۹ طالبان وژل شوي

افغان ځواکونه

په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د نهرین ولسوالۍ په قرغان مزار سیمه کې په پرونیو هوايي حملو کې نهه تنه طالب وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په بمبارۍ کې د طالبانو څو سنګرونه او د سوق و ادارې یو مرکز هم ویجاړ شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ کې ۱۱۵طالبان وژل شوي

د ارزګان یو انځور

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د هغه سلګونه وسله والو طالبانو پلانونه يي ورشنډ کړه چې غوښتل يي د دغه ولایت ګیزاب ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

د دغه ولايت امنيې قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري تيره ورځ وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تر ۱۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپيان کړي دي.

دي وايي: "ټول ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ مهم قوماندان يي هم ووژل شول، لکه ملا سنګین، ملا جلیل، عربي، ملا رحمت الله ،تور زین الله، جمشدي او حمزه."

پر ګیزاب ولسوالۍ شااوخوا ۲۷ ورځې وسله والو طالبانو پرله پسې ډله ییز بریدونه وکړل.

خو وسله وال طالبان بیا د امنيتي چارواکو دغه ادعاوې نه مني او د زیات شمېر افغان سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې.

لوګر چارواکي: د پکتیا د ۳ قاضیانو وژونکې ډله له منځه یوړل شوه

د لوګر مرکز پل علم انځور

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، هغه قوماندان او ډله یې له منځه وړي، چې د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د دریو قاضیانو او یو تن کارکوونکي په وژلو کې یې لاس درلود.

د لوګر امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډيو ته وویل، چې یاد څلور تنه وسله وال طالبان تېر ماښام د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید د رد او تائید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل او ګردیز تر منځ د لوګر په سیمه کې د ناامنۍ دا څوومه پېښه ده، چې رامنځته کیږي.

چارواکي: ننګرهار کې ۲۹ داعشیان او ۷ طالبان دولت ته تسلیم شول

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې پرون د داعش ډلې ۲۹ غړي او اوه وسله وال طالبان دولت ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې دا وسله وال حکومت ته تسلیم شول.

ننګرهار او کونړ د افغانستان په ختیځ کې د داعش له مرکزونو یادیږي خو د ننګرهار والي وايي چې د داعش پر ضد د افغان پوځیانو وروستي عملیات د دې لامل شول چې دا ډله بېرته د ډیورنډ کرښې ها غاړه اورکزیو ته واوړي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټوېټر لیکلي چې پرون یواځې ۳۲ داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شوي او په تسلیم شویو کې هیڅ یو هم طالب نه و.

هغه ادعا کړې چې دا داعشیان له دوی سره تر جنګونو وروسته اړ شول چې حکومت ته تسلیم شي.

ایکو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو په ۲۴ دوره ناسته کې ګډونوالو هېوادونو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د ایکو سازمان ناسته د ترکیې په کوربه توب په اناتالیا ښار کې پرون وشوه.

په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب د افغان پلاوي مشري کوله.

ښاغلي ناب په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې ناسته کې یې ګډونوالو ته ویلي چې اقتصادي سوکالي مستقیماً له سولې سره تړاو لري او دا چې افغانستان د نړۍ په استازیتوب د تروریزم پر وړاندې جنګ مخته وړي، باید ټول په دې جنګ کې اوږه ورکړي.

د اقتصادي همکاريو سازمان یا ایکو لس دایمي غړي لري او افغانستان له ۱۳۷۲ لمریز کاله ورسره یوځای شوی.

د سیمې د خلکو اقتصادي سوکالي، د سوداګریو پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټور د همغږۍ رامنځته کول د دغه سازمان مهم هدفونه یادیږي.

د تکواندو افغان لوبغاړو چین کې د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي

په چین کې د تکواندو د لوبو له ډګره یو انځور

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د چین هېواد په کوربه توب د تکواندو له لوبو یو طلا او یو نقره مډالونه ګټلي.

د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسوول ذبیح الله شهزاد پرون شپه د افغان لوبغاړو د لاسته راوړنو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د چینا اوپن په تکواندو لوبو کې له شپاړسو هېوادونو څه باندې ۴۷۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه، خوشبختانه زموږ لوبغاړو محسن رضايي د څلورو سیالانو په ماتولو د طلا مډال واخیست او فرزاد منصوري هم د څلورو لوبغاړو په ماتولو سره د نقرې مډال وګاټه"

ښاغلي شهزاد وویل، په دې لوبو کې د نړۍ ډېرو تکړه لوبغاړو برخه اخیستې وه او افغان لوبغاړو په دې اتلولیو سره په المپیکي لوبو کې د ګډون لپاره یو بل ګام هم پورته کړ.

د تکواندو فدراسیون هیله مند دي چې افغان تکواندو کاران د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپيک سیالیو جواز ترلاسه کړي او یو وار د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ میلادي کلونو په څېر مډالونه وګټي.

افغانستان په تېرو کلونو کې د تکواندو په برخه کې د روح الله نیکپا په مټ له المپيکي سیالیو دوه برنز مډالونه ګټلي.

چارواکي: فاریاب کې نهه وسله وال وژل شوي

افغان ځواکونه په فاریاب کې

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې په فاریاب ولایت کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د دوو ازبکستاني جګړه مارانو او دوه لوړپوړو طالب قومندانانو په شمول نهه وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي بیګاه شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې وسله وال د شنبې په ورځ د افغان پوځیانو له خوا په ځمکنۍ او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: " د اندخوی څلورو ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي محمد رحیم قاضي او د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په آته مراد کور مشهوره فدا محمد او دوه ازبکستاني جګړه ماران چې یو یې سیف الله ښودل شوی له پنځو نورو جګړه مارانو سره د قرغان ولسوالۍ په سلدوز تپه کې وژل شوي دي."

له څلورو ورځو راهیسې په فاریاب کې د طالبانو پر ضد د شاهین ۶۰۷ په نوم د افغان پوځیانو عملیات روان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وویل چې تر دې دمه په دغو عملیاتو کې څلوېښت وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په فاریاب کې د دغو عملیاتو او د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

"ننګرهار کې ۳۶ داعش او طالبان دولت ته تسلیم شوي"

د ننګرهار چارواکي وايي، ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال ورته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې کسانو د تسلیمۍ په مراسمو کې والي شاه محمود میاخېل ویلي، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره، په دې ولايت کې د وسله والو د تسليمېدو پروسه چټکه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په يوځای شويو وسله‌والو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار، کونړ، فارياب، کندز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG