د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د ناوې او زوم په ګډون لسګونه افغانان د پاکستاني ملېشو له بنده ازاد شول


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

هغه ناوې او زوم چې له درېیو ورځو راهیسې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د بلوچستان په شیراني سیمه کې د پاکستاني ملېشو له خوا نیول شوي وو، پرون ماښام خوشې شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه د دې کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې په ږوب سیمه کې بندیان وو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ږوب د ملګرو او د ږوب د وکیلانو په هڅو خوشې شول.

د امریکا غږ راډیو د راپور له مخې دا ناوې او زوم چې اوس اوس یې واده کړی و او غوښتل یې له واده وروسته په جنج سیمه کې خپل کور ته ولاړ شي د جولای په ۲۷مه له ۲۴۱ نورو افغانانو سره د بلوچستان ایالت په شېراني سیمه کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

پاکستاني ملېشو دغه افغانان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله بندیان کړي وو.
پاکستاني ملېشو دغه افغانان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله بندیان کړي وو.

په عین حال کې په کوټه کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو حکومت یې استازولي کوي، وايي دا ډله افغانان د دوی د هڅو په نتیجه کې راخوشې شوي دي.

په کوټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ ډيپلومات عبدالحنان همت ازادۍ راډیو ته په دې اړه وویل: "کله چې زموږ سفارت او په کوټه کې زموږ قونسلګري خبر شول نو سمدستي هڅې پیل کړې او له پاکستاني مقاماتو سره یې تماسونه ونیول. نو اوس یې ډاډ ورکړی چې ستاسو زندانیان ټول د ناوې او زوم په شمول خلاص شول."

د شېراني سیمې مرستیال کمېشنر اعجاز جعفر ډیوې راډیو ته تایید کړې وه، چې د نیول شویو افغانانو په ډله کې ۳۷ ښځې، ۲۷ ماشومان او پاتې نارینه دي.

دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په خاطر نیول شوي وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ارقامو له مخې د ۲۰۲۱ کال له جنوري څخه د سږني کال تر جون پورې تر دوه نیم لکو پورې افغانان پاکستان ته کډه شوي دي خو دا اداره وايي، چې د دوی ډېره برخه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته تللي دي.

XS
SM
MD
LG