د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

پاریس: د PTM ملاتړو د ټولو افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه


پاريس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو له‌خوا د افغان نجونو د ښوونځيو پرانيستل کېدو په ملاتړ لاريون
پاريس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو له‌خوا د افغان نجونو د ښوونځيو پرانيستل کېدو په ملاتړ لاريون

پرون د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) ملاتړو د لاریون پر مهال په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

دوی پر هغه څه هم انتقاد وکړ، چې پر ډیورنډ کرښه له افغان وګړو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو بد چلند بلل شوی دی.

زموږ همکار صالح محمد صالح، د بشري حقونو له فعال او د PTM له یوه ملاتړي، زرعلي خان اپرېدي څخه چې په پروني لاریون کې یې ونډه درلوده، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د پاریس په لاریون کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په باب دقیقاً څه وویل شول؟

د ښاغلي زرعلي خان اپرېدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:42 0:00
  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG