د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د پاکستان پوځ: د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د پاکستان یوه چارواکي بیا تور پورې کړی، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان پوځ وايي، دوی په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د پټنځایونو د موجودیت او هلته د فعالیت پر ازادۍ سخت اندېښمن دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر پرون جمعه د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ، چې تازه په کې د پاکستان د پوځ پر یوه چاوڼۍ وسلوال برید شوی و.

تېره چهارشنبه دشپې مهال په ږوب کې پر دې چاوڼۍ د وسله والو په برید او وروسته وسلواله نښته کې نهه سرتېري وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي وو چې په نښته کې یې پنځه مشکوک وسله وال هم وژلي دي.

د دې برید مسوولیت د تحریک جهاد په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسله والې ډلې منلی و.

د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې به پوره کړي.

خبرپاڼه کې په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا هم شوې ده چې په وینا یې بله مهمه مسئله ده چې باید حل شي.

د پاکستان پوځ وايي، د ږوب چاوڼۍ په څېر حملې د زغملو نه دي او پر وړاندې به یې موثر غبرګون ښيي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د دې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ میاشتې په لاسلیک شوي تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او یو شمېر ځايي سیاستوال بیا د پاکستان پوځ تورنوي چې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه پرتو سیمو کې د روانو ناکراریو تر شا لاس لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG