د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

پر طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړېدو په موخه د فشار راوړلو غوښتنه وشوه


له افغانستانه بهر ډېری ډیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د دې هېواد د ملي بیرغ تر چتر لاندې خپلې چارې مخته وړي.
له افغانستانه بهر ډېری ډیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د دې هېواد د ملي بیرغ تر چتر لاندې خپلې چارې مخته وړي.

په جنیوا کې د افغانستان د مخکیني حکومت ډیپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره فشار راوړي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړنې او څارنې کمېټې د وروستي راپور د موندنو هرکلی وکړ.

په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې د دې راپور موندنې د افغانانو هغه خبرې دي چې له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو د تحمیل شوي حکومت د پایلو په اړه وې.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې خلکو د طالبانو له حذفي او د ښځو د ضد سیاستونو په اړه چې له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د سختو سرغړونو یوه بېلګه ده، اندېښنې ښودلې دي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا بیا هم له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو لا زیات اغېزمن فشار راوړي، څو هغوی د ټولشموله حکومت جوړولو ته اړ کړي.

د دې اعلامیې د خپرېدو په اړه په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر او دایمي استازي نصیراحمد اندېشه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سیاسي او قونسلګرۍ نمایندګیو شورا یوه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د ۱۹۸۸ کال د تحليل او کتنې ټیم په ځانګړې توګه د طالبانو د سخت توکمیز جوړښت په اړه، د تعصبي نظام او داسې نظام په اړه چې د ښځو ضد دی او هیچاته د منلو وړ نه‌دی، په ملي او نړیوالو معیارونو ټینګار شوی."

په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان د مخکیني نظام سفیر او دایمي استازی نصیراحمد اندېشه
په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان د مخکیني نظام سفیر او دایمي استازی نصیراحمد اندېشه

اندېشه وايي، د یوه مشروع، دیموکراتیک او ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو اغېزمنې هڅې کولای شي چې افغانستان له کورنیو او سیمه‌ییزو ګواښونو خوندي وساتي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او تحلیل کمېټې په راپور کې چې د تېرې جمعې په ورځ يې خپور کړ، طالبان تورن شوي چې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان په ګډون له تروریستي ډلو سره اړیکې لري او په افغانستان کې خپلې توکمیزې، استبدادي او نه توجیه کوونکي سیاستونه پلي کوي هغه څه چې طالبانو رد کړي.

په ورته وخت کې په ناروې کې د مخکیني جمهوري نظام مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، پر طالبانو زیات فشار او دوی ځواب ویلو ته اړ کول د افغانستان په ګټه دي.

په ناروې کې د مخکیني جمهوري نظام مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د مخکیني جمهوري نظام مخکېنۍ سفیره شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ وايي: "سربېره پر دې چې اړتیا لیدل کېږي طالبان باید د خپل هغه تړون په اساس چې له نړیوالې ټولنې سره یې لاسلیک کړي دي مسوول وپېژندل شي، اړینه ده چې داسې یو میکانېزم رامنځته شي چې دوی (طالبان) د خلکو په وړاندې د چلند، د اتباعو د حقونو د درناوي، د افغانستان د ټولیز امنیت او تروریستي فعالیتونو په اړه حساب ورکوونکي وي."

د ازادي راډیو خبریال څه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم واخلي، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې طالبان لا هم په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوحې د تړون په نه عملي کولو تورن شوي.

د دغه راپور له مخې ترهګرې ډلې له دغه فرصته ګټه پورته کوي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې ترهګریز ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG