د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه؛ ايا طالبانو سره د تعامل په اړه به په‌کې پرېکړه وشي؟


د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ غونډه، هغه چې د بندو دروازو تر شا کېږي او له‌‌منځه یې د رسنیز پوښښ اجازه نه‌شته.

خو د ملګرو ملتونو سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه کې د دې غونډې بنسټیز اهداف اعلان کړل.

د دې سازمان اعلامیه کې لیکل شوي: "هدف دا دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړیوال تعامل قوي شي."

اعلامیه کې زیاته شوې، د دې غونډې موخه نړیوالې ټولنې سره د دغو مسایلو په اړه د طالبانو د ښکېلتیا په برخه کې د ګډ تفاهم ترلاسه کول دي.

په ياده غونډه کې به د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د ملګري ملتونو سازمان وايي، طالبانو ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه‌ نه‌ده ورکړې.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه کره معلومات نه‌شته چې د دوحې په غونډه کې به د دوی استازي ګډون وکړي او که نه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانوحکومت له دې غونډې ځانګړې هیلې لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې واقعیتونه په نظر کې ونیسي. بل دا ده چې د افغانستان خلک په اقتصادي او ډیپلوماټیکه عرصه کې له نړۍ سره ښه تعامل غواړي. د دې تعامل د جوړېدو لپاره باید همکاري وشي او د فشار، تحمیلولو او انزوا هڅې هغه که د ملګرو ملتونو له‌خوا وي او که نورو هېوادونو څخه باید نور پای ته ورسېږي او نتیجه هم نه‌لري."

ها خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې غونډې ته ورغلی که نه ویلي، بلل شوی نه‌دی، خو په خبره یې د برتانیې او چین له ځانګړو استازو سره یې لیدل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

د طالبانو د حکومت ویاند د نجونو او ښځو د کار په ګډون یو شمېر مسایل د افغانستان کورنۍ ستونزې بولي او وايي، نړیواله ټولنه باید په کې مداخله ونه‌کړي.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپریل په ۲۷مه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې له طالبانو غوښتل شوي چې، سمدستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګ‌لارې او کړنې ودروي.

هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان په پرونۍ اعلامیه کې هم لیکل شوي چې واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی افغان نجونې او ښځې د عامه او ورځني ژوند په ډېرو برخو کې له ګډون څخه منع کړي دي.

د کابل پوهنتون محصلانې. طالبانو د تېر کال د ډسمبر به وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون محصلانې. طالبانو د تېر کال د ډسمبر به وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

اعلامیه زیاتوي، افغان ښځې په داسې یو هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو کې له کار کولو منع شوي چې نږدې ۲۹ میلیونه خلک یې په بشري مرستو تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې په درشل کې په بېلابېلو هېوادونو کې معترضو افغانانو هم اعتراضونه کړي او له دې سازمان یې غوښتي چې په دې غونډه کې د افغانستان په اوسني ناورین ژور بحث وکړي او د افغانانو په مشرۍ د یوې معقولې حل‌لارې د پیدا کېدو لپاره ور پرانېزي.

تر څنګ یې دا غوښتنه هم شوې چې د طالبانو اوسنی رژیم باید په رسمیت و نه پېژندل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG