د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

ملګروملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو ليک: طالبان په رسميت مه پېژنئ


يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف

ملګرو ملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو سرخلاصی ليک.

په یوه سر خلاصي لیک کې چې یو شمېر مدني او د بشر د حقونو فعالانو او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګونو د غړو له‌خوا ملګرو ملتونو سازمان ته لیکل شوی، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب او ملاتړ ټینګار شوی دی.

دغه لیک پرون د سه‌شنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی او په هېواد کې دننه او بهر له سلو زیاتو کسانو لاس‌لیک کړی دی.

په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث د شرایطو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالې امینه محمد څرګندونو ته اشاره شوې او له یاد سازمان غوښتنه شوې، چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او خپلو اصولو ته د ژمن و اوسي.

خو د ملګرو ملتونو ویاند په دوحه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع رد کړې ده.

په لیک کې دا هم لیکل شوي، پر طالبانو دې فشار راوړل شي، چې په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، ارشيف

د معترضو ښځو د خود جوشه غورځنک بنسټ اېښودونکې او د ښځو د حقونو فعاله لیلا بسیم چې د لیک په لیکلو کې یې هم برخه درلوده، ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ملګرې ملتونو سازمان او هر بل بنسټ ته دا ور یاده کړي، چې د افغانستان ښځو ته پام وکړي.

نوموړې وايي: "موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو وضیعت ته دې ډېره پاملرنه ولري، یوازې د خواشینۍ څرګندول بسنه نه‌کوي، افغانې ښځې له زده کړو، تعیلم او له خپل ټولو حقونو محرومې شوې دي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي، که څه هم ملګروملتونه سازمان ته ډېر لیکونه لیک شوي دي، خو په خبره یې غوښتنې یو شان دي او باید ملګري ملتونه او د بشر د حقونو بنسټونه دې موضوع ته پام وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز
د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز

اغلې مبارز ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه لیکونه چې نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو سازمان ته له بېلابېلو ادرسونو لېږل کېږي، یو واحد پیغام لري. طالبان په رسمیت مه پېژنئ، ورسره معامله مه کوي، د افغانو د ښځو تر څنګ د ودرېږئ، د افغانستان د خلکو د بشري او برابرو حقونو او دغه شان د دوی له ازادۍ څخه ملاتړ وکړئ، له ټول‌شموله جوړښت ملاتړ وکړئ، ښځې باید په ټولنیز جوړښت کې برخه ولري، په افغانستان کې له برابري باید ملاتړ شي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي، لکه په دولتي او نادولتي مؤسسو کې د دوی پر کار کولو، له منځني ښوونځي پورته تر پوهنتونه د دوی پر تګ او ګڼ نور محدودیتونه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG