د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه به اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' وايي، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام په خپله نوې څېړنه کې ویلي، د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار له دوام پرته افغانستان ځان بساینې ته‌ نه‌شي رسېدای.

دا څېړنه چې په '۲۰۲۳ کال کې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز لید لوری' نومېږي او نن خپره شوې په کې خبرداری ورکړل شوی چې په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي.

په دې څېړنه کې زیاته شوې: "د طالبانو سخت دریځي فرمانونه، هغه چې د نجونو او ښځو حقونه محدودوي او تر خوا یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار مخه نیسي، په مستقیم ډول په اقتصادي پراختیا اغېزه کوي او کېدای شي له دې هېواد سره د مرستو په کچه هم تاثیر وکړي."

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په څېړنه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم کتنه شوې او لیکي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان اقتصادي پراختیا '۲۰،۳' سلنه را ټیټه شوې چې دا هېواد یې د نړۍ تر ټولو په غریب هېواد بدل کړی دی.

په دې څېړنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د استازي عبدالله الدرداري له قوله لیکل شوي: "افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د ۳،۲۷ میلیارد ډالرو مرستو دوامداره بهیر، د دې هېواد د بشپړ اقتصادي سقوط په مخنیوي کې مرسته کړې ده."

خو د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام وړاندوینه کوي، که چېرې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د تېر کال په څېر ۳،۲۷ میلیارد ډالره مرسته وشي، ناخالص داخلي تولید به یې ۱،۳ سلنه لوړ شي، خو که د طالبانو د سخت دریځو کړنو له امله مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، ناخالص داخلي تولید به ۰،۴ سلنه نور هم ښکته شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا اوسنی خراب اقتصادي وضعیت د نړیوالو بندیزونو پایله بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "افغانان خپل ځان باسي، خپل اقتصاد به هم رغوو. د یو نیم کال پر مهال موږ ډېر کار کړی، لا هم کوښښ کوو چې ښه رغنده کار وشي، خو د نړیوالو مسوولیت په خپل ځای پاتې دی."

خو د طالبانو له دې ادعا سره سره، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي ادارې څېړنه کې راغلي، په افغانستان کې بې‌وزلي تر دې حده رسېدلې چې یو شمېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ شوي خپل کورونه، ځمکې او نورې شتمنۍ وپلوري.

څېړنه ښيي چې اوسمهال په افغانستان کې د بې‌وزلو کسانو شمېر ۳۴ میلیونه تنو ته رسېدلی، داسې مهال چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر ۱۹ میلیونه وو.

دا څېړنه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز لا هم نه‌دی لېرې کړی، هغه کړنه چې له امله یې په ټول افغانستان کې د دې سازمان پورې تړلو ادارو خپلې چارې ځنډولي.

هاخوا، په افغانستان کې د یوناما د کارونو په ځنډ سره؛ په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي خبرداری ورکوي چې د یوناما د فعالیت په محدودیت سره به له بشري حقونو سرغړونې لا پسې زیاتې شي.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي.
په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي.

دې کمېسیون تېره شپه یوه اعلامیه کې لیکلي، دا محدودیت به ، فقر او بې‌‌وزلي هم زیاته کړي.

له بلې خوا بیا د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفین دوجاریک په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو د بیا پیل په اړه وايي، په دې اړه هېڅ مثبت خبر نه‌شته.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفین دوجاریک
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفین دوجاریک

هغه پرون په دې اړه په يوې خبري غونډو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نه، هېڅ ښه یا مثبت خبر نه‌شته. په ما باور ولرئ، دا چې مثبت خبر مو تر لاسه کړ، موږ به یې ووایوو. "

د اپرېل په لومړیو کې طالبانو د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، هغه پرېکړه چې دا سازمان یې مجبور کړ، څو له خپلو کارکوونکو وغواړي چې د مې تر ۵مې دندو ته ولاړ نه‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG