د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۰۳

ډیپلوماتيکې هڅې؛ مجاهد: طالبانو ۱۴ هېوادونو ته ډیپلوماتان لېږلي


ارشیف: د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له لوري د چین د بهرنیو چارو د وزیر د هرکلي انځور - March 24 2022
ارشیف: د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له لوري د چین د بهرنیو چارو د وزیر د هرکلي انځور - March 24 2022

که څه هم پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو له کبله د طالبانو حکومت منزوي شوی، خو طالبان وايي دوی هڅه کوي په بهر کې د زیاتو سفارتونو کنټرول په لاس کې واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي چې د نورو ډیپلوماتیکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د پروني راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد دغه خبرې په یوه ویډیو کې کړي او ویلي یې دي چې د تېر حکومت ډیپلوماتان د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

پخواني ډیپلومات غوث جانباز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په بېلابېلو هېوادونو کې طالبانو ته د سفارتونو او قونسلګریو سپارل په سیاسي یا ډیپلوماتیک ډګر کې د طالبانو لپاره کومه بریا نه ده.

جانباز وویل: "البته چې موږ نه شو ویلی چې دا د طالبانو د ډلې لپاره کومه ډیپلوماتیکه یا سیاسي بریا ده. په هېڅ صورت. دا یو لړ تعاملات دي چې ځینې هېوادونه یې له طالبانو سره د دې لپاره کوي، چې په دغو هېوادونو کې ګڼ افغانان مېشت دي. د هغوی د ستونزو د حل لپاره په کار ده ځینې تعاملات وشي."

که څه هم پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو له کبله د طالبانو حکومت په نړیواله سطحه منزوي شوی، خو طالبان فکر کوي چې په ډیپلوماتیک او سیاسي ډګر کې یې لاسته راوړنې زیاتې دي.

ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې اوسمهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې اوسمهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دوی کې د پاکستان، ترکیې، قطر او چین په څېر هغه هېوادونه هم شامل دي چې په افغانستان کې فعال ډیپلوماتیک ماموریتونه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې، چین، قزاقستان او نورو عربي یا هم افریقايي هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي.

مجاهد نور جزییات نه دي ورکړي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې موضوع په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د اژانس په لیکنه، طالبانو په پیل کې داسې ښووله چې دویمه واکمني به یې منځلاری دریځ لري، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته یې دومره بندیزونه او نور محدودیتونه ولګول، چې د خلکو اساسي ازادۍ یې محدودې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG