د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

تهران کې طالبانو ته د سفارت سپارل د ډیپلوماتیک عرف خلاف عمل وبلل شو


په تهران کې د افغانستان سفارت
په تهران کې د افغانستان سفارت

تمه کېږي، د افغانستان سفارت سبا له افغان ډیپلوماتانو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د طالبانو استازو ته د افغانستان د سفارت د تسلیمۍ د راپورونو تر خپرېدو وروسته تمه کېږي، افغان ډیپلوماتان سبا یکشنبه له دغه سفارته ووځي.

په تهران کې یوه افغان ډیپلومات حامد رهګذر ازادي راډیو ته وویل، ایران له دوی غوښتنه کړې چې سفارت دې طالبانو ته وسپاري.

رهګذر وايي: "ټاکل شوې چې موږ د یکشنبې په ورځ د سفارت دروازه وتړو. کیلي یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو. د سفارت د موټرو او نورو سامانونو ویډیو ثبت شوې او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته مو سپارلې."

رهګذر زیاته کړه، د ایران له خوا طالبانو ته د سفارت سپارل به د افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي، په ځانګړي ډول د تېر جمهوري نظام د هغو پوځیانو چې په ایران کې ژوند کوي.

د دغه ډیپلومات په وینا، په ایران کې د دېره محصلانو او زده کوونکو په ځانګړي ډول نجونو ستونزې به هم زیاتې شي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ایران ته تللي دي.

هغه زیاته کړه چې په تهران کې افغان ډیپلوماتان طالبانو ته د دغه سفارت د ورسپارلو مخالف وو او د ده په وینا دوی د دې پرېکړې په وړاندې مقاومت وکړ.

طالبانو لا نه دي ویلي چې څوک یې د سفارت د سرپرست او یا هم د خپل حکومت د استازو په توګه دغه سفارت ته لېږلي دي.

له دې سره جوخت د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا، چې د طالبانو مخالفه ډله ده د ایران دا اقدام د ډیپلوماتیک عرف خلاف عمل بللی دی.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې له ایرانه غوښتنه کړې چې طالبانو ته د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د دې تر څنګ ځینو رسنیو په ترکیه کې د طالبانو استازو ته د افغانستان د سفارت د ورسپارلو په اړه د مذاکرو د پیل خبر ورکړی دی.

ارشیف: ایران ته کډه شوي افغان کډوال
ارشیف: ایران ته کډه شوي افغان کډوال

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په انقره کې د افغانستان سفارت له وړاندې د دوی په کنټرول کې دی.

مجاهد وايي: "په ترکیه کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره دی. رامین صاحب هلته پخوانی سفیر و، چې د امارت سفیر هم دی او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. یوازې د استانبول په قونسلګرۍ کې یو څه سوی تفاهم راغلی و، چې ان شاالله هغه هم حلېږي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد


مجاهد دا وضاحت ورنه کړ چې د استانبول د قونسلګرۍ په تړاو څه ډول سوی تفاهم راغلی و.

په انقره او تهران کې د افغانستان د سفارتونو په باب بحثونه داسې وخت تاوده شوي چې ایران او ترکیې ویلي، له طالبانو سره د دوی تعامل د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیاټینګولو یونیم کال تېر شوی، خو هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو په ځینو هېوادونو له دې جملې پاکستان، چین، او روسیه کې د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو استازي حضور لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG