د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د روغتیا نړیوال سازمان په ایران کې د افغان کډوالو لپاره یوه پروژه پیل کړې


ارشیف: د ایران په شاهدي ناصري کمپ کې د افغان کډوالو انځور
ارشیف: د ایران په شاهدي ناصري کمپ کې د افغان کډوالو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان په ایران کې د دېره افغان کډوالو د روغتیايي وضعیت د ښېګڼې په هدف یوه پروژه پیل کړې ده.

د ملګروملتونو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او هغه پروژه پیل کړې ده چې هدف یې په ایران کې د دېره افغان کډوالو د صحي وضعیت ښېګڼه بلل شوې.

دا پروژه د جاپان په مالي مرسته تمویلېږي او اوچا وايي، د دې پروژې تطبیق به په ایران کې دېره افغانانو او زیانګالو کډوالو ته د روغتيايي خدماتو او بشري مرستو کچه لوړه کړي.

د اوچا په وینا دا اقدام په عین حال کې د نړۍ په کچه د عمومي صحي خدماتو له پراختیا سره مرسته کوي.

ملګري ملتونه وايي چې دا پروژه د ایران د روغتیا او صحي تعلیماتو د وزارت په مرسته د روان میلادي کال په اوږدو کې تطبیقېږي او درې لومړیتوبونه لري چې د اوچا په پروني بیان کې یې پر جزییاتو رڼا اچول شوې ده.

د بیان له مخې د دې پروژې اول لومړیتوب د هغو ناروغیو د خطر کمول دي چې د سرحدونو له لارې د خلکو د تګ راتګ په وسیله په آسانه سرایت کوي او دویم په هغو سیمو کې چې ډېر کډوال په کې اوسي د اړینو صحي خدماتو رسول او درېیم لومړیتوب یې د کډوالو په ګډون هغو کسانو ته چې له پامه غورځېدلي، د رواني او بدني علاج د امکاناتو برابرول دي.

ارشیف: د ایران په دوغارین کمپ کې د افغان کډوالو ماشومان
ارشیف: د ایران په دوغارین کمپ کې د افغان کډوالو ماشومان

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، ډبلیو ایچ او به د پرمختللې روغتیايي ټکنالوژۍ او درملو په واردولو سره په کرمان او سیستان- بلوچستان ولایتونو کې د افغانانو په ګډون اړو خلکو ته د روغتیايي خدماتو د چمتو کولو په برخه کې اقدام وکړي.

د اوچا د بیان له مخې ملګري ملتونه هیله لري چې د جاپان د مالي مرستې په مټ د صحي سیسټمونو د ظرفیت د لوړولو په مرسته به حیاتي او اړینو خدماتو ته د کډوالو په لاسرسي کې ښېګڼه راشي.

د ایران د جنوب ختیځ ځینې سیمې چې د افغانستان پولو ته نږدې پرتې دي له تاریخي پلوه وروسته پاتې او خلک یې بېوزلي دي او په ایران کې دېره افغان کډوال هم تر ډېره په همدې سیمو کې اوسېږي.

دې سیمو ته د افغان کډوالو په راتلو کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغه زیاتوالی راغی چې په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط شو او پرځای یې طالبان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG