د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې ۸۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استول شوي دي


يو شمېر افغان کډوال چې بېرته افغانستان ته استول شوي، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان کډوال چې بېرته افغانستان ته استول شوي، انځور - ارشيف

داسې ښکاري چې د نا امنۍ او د سخت اقتصادي بحران له امله د افغانانو کډوالي لا هم ادامه لري.

د وحید په نوم يو افغان چې دوه میاشتې مخکې په غیر قانوني توګه ایران ته تللی و، وایي د ژوند ډېرې بدې او ترخې ورځې یې هلته تېرې کړې.

دی چې نوي له ایران بېرته هېواد ته را استول شوی، ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، د ایران د خلکو او د پولیسو غیر انساني چلند، به د یوې ترخې خاطرې په شان تل ورسره پاتې وي.

نوموړی وايي: "ډېر بد وضیعت و، د ایران پولیسو ډېر بد چلند وکړ له ما سره، وهل ټکول، شکنجه او نور مالي زیانونه هم په‌کې شامل وو. موبایل، پیسې هر څه چې درسره وي درنه یې اخلي."

خو دا ستونزې یوازې هغه افغانان چې له ایرانه راستانه شوي نه یادوې بلکې له ترکیې ویستل شوي افغانان هم ورته کیسې کوي.

ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف
ترکيه کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

یو بل ځوان افغان ضیاالرحمن هم د غریبۍ او بې‌وزلۍ له امله په ناقانونه توګه ترکيې هېواد ته د کډوالۍ لپاره اړ شوی.

دی وایي، یو کال مخکې د ایران په سختو لارو د ترکیې استانبول ښار ته ورسېد، خو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د ترکيې پولیسو بېرته افغانستان ته واستوه.

"د دوی چلند ډېر ناوړه و

ضیاالرحمن ازادي راډیو ته وویل: "د دوی چلند ډېر ناوړه و، ځینې هغه ځوانان چې د نفس تنګۍ ستونزې یې درلودلې، دوی به یې ۱۵/۱۶ تنه یو ځای په کانتینر کې بندول، کله به چې دوی ویل موږ ستونزه لرو، نو دوی به راغلل ښه به یې ووهل، بیا به ووتل، په ۲۴ ساعتونو کې به دوی ۱۵/۱۶ تنه ټول په یوې کوټه کې بندول."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په تېر یو کال کې لږ تر لږه ۸۰۰زره افغانان له ایران، پاکستان او یا هم ترکیې هېوادونو څخه په خپله خوښه یا په زور بېرته افغانستان ته استول شوي.

نوموړی وايي: "زموږ معلومات دا دي چې په تېر یو کال کې۷۰۰زره افغانان چې ځینې یې په زور ایستل شوي او ځینې په خپله خوښه له ایرانه بېرته راستانه شوي، د ۵۰زرو په شاوخوا کې افغانان له پاکستان او شاوخوا ۵۶ زره له ترکیې بېرته افغانستان ته ډیپوټ شوي دي."

ذبیح الله مجاهد سخنگوی حکومت طالبان
ذبیح الله مجاهد سخنگوی حکومت طالبان

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه د هرات او د نیمروز له لارې له ایرانه افغانستان ته د ۳۱۲۳ تنو د راستنېدو خبر ورکړی.

دا وزارت وایي د راستانه شویو کسانو په ډله کې داسې کورنۍ هم شته چې په زور افغانستان را استول شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له‌مخې، د دغه ګډوالو له ثبت او سروې وروسته د دوی له ډلې ۳۷ کورنۍ او ۷۱ کسان د مرستې غوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر (ای.او.ایم) ته معرفي شوي دي.

که څه هم د څو کلونو راهیسې د جنګ او بې‌وزلۍ له امله د دوی د کډوالۍ کیسې لا هم جریان لري خو د جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې سلګونه کسان په قانوني یا غیر قانوني توګه ګډوالۍ ته اړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG