د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

خوشې شوي افغانان: د پاکستان په زندانونو کې راڅخه ټول اسنادونه او پيسې اخيستل شوي


يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.
يو شمېر افغانان چې پاکستان کې زنداني شوي دي.

د پاکستان له زندانونو څخه افغانستان ته یو شمېر لېږل شوي افغانان وايي، چې په زندان کې له دوی څخه ټول شخصي وسایل اخیستل شوي دي.

د پاکستان له زندان څخه افغانستان ته يو لېږل شوی افغان چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم ياد شي وايي، خپل هېواد ته د لېږلو پر مهال ترې ټول شخصي څېزونه ورنه اخیستل شوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په موبایلونو کې یې مهم اسناد و، هغه هم د پاکستان پولیسو بېرته ورنه‌کړل.

"درې میاشتې جېل یې راباندې تېر کړ، واړه ماشومان او مېرمنې یې له موږ څخه بېلې زندانې کړې

نوموړی وايي: "درې میاشتې جېل یې راباندې تېر کړ، واړه ماشومان او مېرمنې یې له موږ څخه بېلې زندانې کړې، له ما سره یو لک پېنځه شپېته زره افغانۍ وې او دوه موبایلونه، نور هم یو څه اسناد و، ټول یې رانه واخیستل، یو د غاړې له کالیو سره یې بېرته راولېږلو."

په ټولنيزو رسنیو کې هم داسې ويډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې په لوی موټر کې ډېر شمېر افغانان د افغانستان په خوا لېږل کېږي او دوی شکایت کوي، چې د پاکستان پولیسو د دوی له مېرمنو څخه سره زره هم اخیستي او بېرته یې نه‌دي ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ زندان کې يو شمېر افغان بنديان
د پاکستان په کراچۍ زندان کې يو شمېر افغان بنديان

په پاکستان کې یوه افغان کډواله، چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، چې د دوی دوستانو څخه یې هم په زندان کې تذکره او نور مهم اسناد هم اخیستي دي.

"چې کله خوشې شو په موټر کې یې کېناوه او په سپین بولدګ کې یې ښکته کړ، حد اقل پنځوس روپۍ ورسره نه وې

دا مېرمن وايي: "چې کله خوشې شو په موټر کې یې کېناوه او په سپین بولدګ کې یې ښکته کړ، حد اقل پنځوس روپۍ ورسره نه وې چې دی یې کرایه کړي، کارټونه، موبایلونه، تذکره، په بېک کې چې کالي و، هغه یې ټول په زندان کې ورنه اخیستي و، په یوه جوړه کالیو کې یې په دې یخ کې په زور لېږلی دی."

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېزې کاکړ ازادي راډیو ته دا تایید کړه، چې د پاکستان له زندان څخه افغانستان ته له لېږل شویو افغانانو څخه د هغو اسناد او نور شخصي څېزونه اخیستل شوي دي.

اغلې کاکړ وويل: "موږ ډېر کوشش کړی چې دا څېزونه بېرته زندانیانو ته ورکړل شي خو له بده مرغه کله چې کډوال بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، د دوی کیس نور تړل کېږي، بیا چې خپله کس نه وي، د دوی شیان موږ ته هم څوک نه راکوي."

موږ د پاکستان له زندان څخه د راخوشې شویو افغان کډوالو دا شکایتونه چې وایي له دوی څخه شخصي څېزونه اخیستل کېږي، او بیا یې د ډېپورټ په وخت هم بېرته نه ورکوي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند حافظ ضیا احمد تکل سره شریک کړل، نوموړي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې: "په دې هکله په اسلام اباد کې افغان سفارت او په کراچۍ کې د هېواد کونسلګرۍ هڅه کوي چې څېړنه وکړي او بیا یې له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېر شمېر سره افغانان پاکستان ته کډوال شول، له دوی څخه په سلګونه یې د قانوني اسنادو د نه‌شتون له امله په هغه هېواد کې د پولیسو له‌خوا ونیول شول او زندانونو ته واچول شول.

د راپورونو له‌مخې له دغو بندیانو سره ډېر بد چلند کېږي، په سختو ناروغیو اخته کسان په‌کې مړه شوي، امیدوارو ښځو همغلته ماشومان زېږولي او د ماشومان وضعیت ته هم په کې پام نه‌دی شوی.

افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېزې کاکړ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، چې له کراچۍ زندان نه ۳۰۲ افغان بندیان خوشې شوي دي، چې نارینه، ښځې او ماشومان په‌کې شامل وو.

نوموړې دغه شان ویلي وو، چې له حیدراباد زندان څخه به هم ۲۲۸ تنه ډیپورټ شي او په خبره یې د ۸۰۰ نورو بندیانو قضیې لا د محکمې له‌خوا نه‌دي څېړل شوي.

نوموړې دا هم ویلي وو، چې افغانستان ته د عبدالخلیل په نوم د یو افغان جسد، چې په زندان کې مړ شوی و هم انتقال شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG