د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د پاکستان حکومت ولې افغان ماشومان بنديان کړي دي؟


پاکستان کې زنداني شوي افغان ماشومان
پاکستان کې زنداني شوي افغان ماشومان

د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې دا مهال په سلګونه افغان ماشومان بندیان دي.

دغه ماشومان له خپلو میندو او پلرونو سره او څه هم بېل، هغه هېواد ته له قانوني اسنادو پرته د دوی د کورنۍ د غړو د سفر له وجې بندیان دي.

د دې ماشومانو عکسونه په ټولنیزو رسنیو هم خپاره شوي، چې د زندان د میلو تر شا، په بد حالت کې لیدل کېږي.

ارسلا مرسلین په پاکستان کې د افغان ماشومانو د بندي کېدو په اړه په تېر جمهوري نظام کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور سره مرکه کړې ده.

د ښاغلي مشکور مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
XS
SM
MD
LG