د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

امريکا په دغه هېواد کې د افغان کورنيو د يو ځای کېدو لپاره نوی فورم اعلان کړ


د افغانانو د تخليې پروګرام، انځور - ارشيف
د افغانانو د تخليې پروګرام، انځور - ارشيف

د امریکا له‌خوا د افغان کورنیو د یو ځای کېدو، اعلان ته افغان کورنیو خوښې دي، خو دوی د دغه پروسې د چټکوالي غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکې سمیرا امیري چې د دوه ماشومانو مور ده، د دوه کالو راهیسې له خپل خاونده لیرې ده.

سمیرا وايي، د ژوند ملګري یې د موسیقۍ د الاتو یو پلورنځی درلود، خو پر کابل د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ په لومړۍ ورځ له افغانستان وواته او دا له خپلې لور او زوی سره په کابل کې پاتې شوه.

"زما د ژوند ملګري د موسیقۍ د وسایلو د پلور دوکان درلورد، چې په کرایه یې نیولی وو.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما د ژوند ملګري د موسیقۍ د وسایلو د پلور دوکان درلورد، چې په کرایه یې نیولی و. طالبان چې راغلل د ده د موسیقۍ ټول شیان یې مات کړل او د پلورنځي له کړکۍ یې لاندې واچول. زموږ کور هوایي ډګر ته نږدې و او پلورنځی یې هوا شناسۍ سړک ته نږدې و. کله چې زما د ژوند ملګري ولیدل. چې ټول د هوایي ډګر پر لور روان وو، نو دی چې طالبانو لږ وهلی هم و، په بېړه د هوایي ډګر خواته ولاړ، بیا یې موږ ته زنګ وکړ چې د هوایي ډګر خواته راشئ خو موږ چې ولاړو هوایي ډزې ډېرې وې. د مرمۍ پوچک زما د لور پر لاس ولګېده او لاس یې وسوځېده، طالبانو ډېر بد چلند کاوه، موږ هم له ویرې بېرته کور ته راغلو. یو نیم کال وشو، د ژوند ملګری مې امریکا کې اوسیږي، زه، لور او زوی مې هېواد کې بې برخلیکه پاتې یو."

د امريکا په يوه کمپ کې افغان ماشومان، انځور - ارشيف
د امريکا په يوه کمپ کې افغان ماشومان، انځور - ارشيف

په ورته وخت کې په امریکا کې مېشت یو شمېر افغان کډوال هم ورته ستونزې لري او غواړي چې ژر تر ژره له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

يوه مېرمن چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي، په یوه افغانه رسنۍ کې خبریاله وه، نږدې دوه کاله وړاندې د SIV کیس له لارې له افغانستانه وتلې وه، خو مور، خور او ورور یې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

"زه کډواله شوم، امریکا ته راغلم، کورنۍ مې په افغانستان کې پاتې شوه

هغې ازادي راډيو ته وویل، چې د کورنیو د یو ځای کېدو پروګرام ته خوشاله ده او غواړي چې دا پروسه ژر تر ژره پیل شي.

نوموړې وايي: "زه کډواله شوم، امریکا ته راغلم، کورنۍ مې په افغانستان کې پاتې شوه، زه ډېره اندېښمنه یم چې کورنۍ ته مې کومه ستونزه پیدا نه‌شي، ځکه زه ونه توانېدم خپله کورنۍ راوباسم، اوس دې نوې پروسه ته په تمه یم، چې زه به وکولای شم خپله کورنۍ وباسم، ټول پوهیږي چې افغانستان نور د اوسېدلو ځای نه‌دی خو د دغې پروسې اعلان ته خوښه یم، تر څو هغه کورنۍ چې غواړي له افغانستان ووځي، وکولای شي خپلې کورنۍ وباسي."

امريکا ته د افغانانو د لېږد پروګرام
امريکا ته د افغانانو د لېږد پروګرام

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په خپله ټویټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي د کورنیو یو ځای کېدل دوی ته لومړیتوب لري.

نوموړي ویلي، هغه کورنیو ته یې چې په امریکا کې په لنډ مهاله ویزو اوسیږي او غواړي د خپلو کورنیو نږدې غړي له افغانستانه وباسي یوه طرحه اعلان کړې چې له‌مخې یې دوی له خپلو کورنیو سره یو ځای کېږي.

امریکا اوس د دې پروسې د پلي کېدو لپاره د (DS-4317) په نوم یوه نوې فورمه جوړه کړې، څو دغه کسان په‌کې ثبت شي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې متحده ایالاتو له ډېرو افغان کورنیو سره مرسته کړې چې خپلو کورنیو سره یو ځای شي، خو لا هم ډېری افغانان له خپلو کورنیو لرې ژوند کوي.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات له افغانانو سره مرستو ته ژمن دی او له همدې امله یې د کورنیو د یو ځای کېدو پروګرام جوړ کړی دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، هغه کسان چې د متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوی هغوی ته هم لارې شته چې خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای شي.

په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ وروسته په زرګونه کسان چې ژوند یې په خطر کې و، له افغانستان وتلي او امریکا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي، خو لا هم زیات شمېر کسان په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې پاتې دي او او نه دي توانېدلي چې امریکا او نورو اصلي هېوادونو ته ولاړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG