د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

امريکايي رسنۍ: کانګرس د افغانانو مېشتېدنه خپله اجنډا کې نه‌ده شامله کړې


د کانګرس وداني، انځور - ارشيف
د کانګرس وداني، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي افغانان د امریکا د ګانګرېس دې پرېکړې، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې طرحه یې په اجنډا کې نه‌ده شامله کړې خواشيني کړي دي.

دوی وايي، سره له دې چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو تر یو کال ډېره موده کېږي خو د کډوالۍ او نورو اړوندو ادارو له‌خوا یې د اسنادو د قانوني کېدو پروسه ډېره پڅه روانه ده.

ساجده چې یو کال مخکې امریکا ته تللې وايي، نه پوهېږي کله یې چې د بشري ویزې موده پوره شي، برخلیک به یې څنګه شي.

نوموړې وايي: "اوس هم لیدل کېږي چې د امریکا حکومت د افغان کډوالو د دایمي استوګنې په باره کې کوم پلان نه‌لري. افغانان او خپله زه ډېره اندېښمنه یم چې زموږ برخلیک به دلته څنګه کېږي."

"اوس هم لیدل کېږي چې د امریکا حکومت د افغان کډوالو د دایمي استوګنې په باره کې کوم پلان نه‌لري.

په امریکا کې مېشت افغان ځوان مصطفی بابک چې په دې هېواد کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې طرحې ته لابي کوي، وايي د دې طرحې له نه تصويبېدو سره د ډېرو افغان کډوالو بشري ویزې چې د ۲۰۲۳ کال په اګست کې پای رسېږي، که تمدید نه شي، افغانان په امریکا کې له ډېرو حقوقي ستونزو سره مخ کېدای شي.

نوموړی وايي: "له حقوقي اړخه چې د ویزو موده یې پوره شي، دوی په امریکا کې غیرقانوني کډوال دي، هم یې د اوسېدو قانوني حق ختمېږي او ورسره ډېر افغانان چې راغلي، دلته په کارونو مصروف دي، دوی کارونه هم له لاسه ورکوي، ځکه د دوی اداري مشران بیا دوی ته دندې نه‌شي ورکولای."

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د افغانانو د بیا مېشتېدنې طرحه په خپله اجنډا کې د تصویب لپاره شامله نه کړه خو په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د امریکا له حکومت څخه غواړي، چې د دوی برخلیک دې معلوم کړي.

دا افغان کډوال داسې مهال په متحده ایالاتو کې د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کوي چې CNN ټلوېزیون د ډېسمبر په ۱۹ راپور ورکړ چې د امریکا کانګرس د افغانانو د بیا مېشتېدنې طرحه په خپله اجنډا کې نه ده شامله کړې.

دې رسنۍ د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې جمهوري غوښتونکي سناتور چوک ګراسلي په کمېټه کې له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

که څه هم د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې، دوی د افغانانو د دایمي اوسېدو په اړه د کانګرس د هڅو ملاتړې دي او په دې برخه کې خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکوي چې طرحه تیاره او ولسمشر ته یې وړاندیې کړي، خو د کانګرس له‌خوا په اجنډا کې نه شاملول ، ښايي د دې طرحې تصویب نور هم وځنډوي.

هغه افغانان چې تېر کال کې د امريکا په ګډون ډېرو هېوادونو ته ولاړ، انځور - ارشيف
هغه افغانان چې تېر کال کې د امريکا په ګډون ډېرو هېوادونو ته ولاړ، انځور - ارشيف

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو یو شمېر سفیرانو او پوځي مشرانو هم په جلا لیکونو کې د امریکا له ګانګرس څخه غوښتي و چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې طرحه تصویب کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه طرحه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره امریکا شاوخوا ۹۰ زره افغانان د تخلیې په پروسې کې امریکا ته انتقال کړل او پاتې نور کسان چې له امریکايي ځواکونو او موسساتو سره یې همکاري کړې وه، د انتقال لپاره یې د پي ون، پي ټو او اېس ای وي پروسې اعلان کړې خو هغوی چې د دې پروسو له لارې د متحده ایالاتو ته د تګ نیت لري، د دې پروسو له ورو او پڅ کار څخه شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG