د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

بایډن ته د امریکا د کانګرس ۸۲ غړو لیک: له افغانستانه د تخلیې پروګرام چټک کړئ


آرشیف- د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروسه
آرشیف- د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروسه

یو افغان چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي وایي، ۷ کاله یې په افغانستان کې له امریکا سره د ژباړونکي دنده ترسره کړې او دوه کاله کېږي چې 'اېس.ای.وي' پروګرام ته یې غوښتنلیک ورکړی، خو کارونه یې وروستي پړاو ته نه دي رسېدلي.

دی په امریکا کې د مېشتېدنې د پروګرام سستوالي اندېښمن کړی او وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بد امنیتي او اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي: "زه د امریکا له دولته هیله لرم چې زموږ پر ستونزو جدي غور وکړي او له افغانستانه مو امریکا ته انتقال کړي، ځکه دلته له امنیتي او اقتصادي اړخه زموږ ژوند ته خطر متوجه دی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د متحده ایالاتو د کانګرس دوه اتیا غړو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې هغه افغانان هم چې له امریکا سره یې مرسته کړې له افغانستانه وباسي.

د کانګرس دغه دوه اتیا غړو چې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو استازي په کې دي په یو لیک کې له امریکایي ولسمشر جوبایډن غوښتنه کړې چې تېرو شلو کلونو کې هغو افغانانو چې امریکا سره یې مرسته کړې له افغانستانه د تخلیې پروګرام چټک کړي.

په دې لیک کې دغه شان غوښتنه شوې چې د ویزو تر پروسس دې د امریکا حکومت په درېیمو هېوادونو کې هغه پوځي مرکزونو ته پراختیا ورکړي چې افغانان په کې ساتل کېږي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، له ټولو ستونزو سره-سره امریکا له افغانستانه په بې سابقه ډول د زیات شمېر افغانانو په انتقال توانېدلې ده.

ښاغلي پرایس د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې دا شان د پناه غوښتونکو پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر سیاست نیوکه وکړه.

ند پرایس سخنگوی وزارت خارجه امریکا
ند پرایس سخنگوی وزارت خارجه امریکا

نوموړي زیاته کړه: "کله چې تېرې ادارې په زرګونه طالب جنګیالي خوشې کړل، افغان حکومت یې کمزوری کړ، پرته له کوم پلانه یې ځواکونه وایستل، زموږ د مهاجرینو پروګرامونه یې له مینځه یوړل او د SIV پروګرام یې معلق حالت سره مخامخ کړ. نو زما په یاد نه دی چې په دې تړاو دې ډېرې نیوکې شوې وي. کله چې موږ واک ترلاسه کړ، لکه څنګه چې ما اشاره وکړه، موږ د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام د بیارغونې کار پیل کړ، څو د SIV پروګرام بیا ژوندی کړو چې په کابل کې د یوې مرکې پرته شااوخوا ۳۰۰ ورځې تېرې شوې او موږ د یو شمېر سناریوګانو لپاره د بېړني پلان جوړولو کار پیل کړ."

د متحده ایالاتو د کانګرس دا غړي داسې مهال سپینې ماڼۍ ته لیک استوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ د پیل راهیسې د دې هېواد بد اقتصادي وضعیت، د نرخونو لوړېدل، بې کاري او سوړ ژمی ددې لامل شول چې زیات شمېر افغانان له افغانستانه ووځي او یا هم د وتلو په هڅه کې دي.

XS
SM
MD
LG