د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

تهران کې طالبانو ته د افغان سفارت سپارل؛ ایران: طالبانو سره مو چلند کې بدلون نه دی راغلی


په تهران کې د افغانستان سفارت
په تهران کې د افغانستان سفارت

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مني چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت مسوولیت د همدې سفارت یو بل ډیپلوماټ ته سپاري.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني رسنیو ته ویلي، د یوه ډيپلوماټ د ماموریت پای او د سفارتي چارو مسوولیت د سفارت یو بل کس ته سپارل، د دې سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په معنا نه‌دی.

که څه هم کنعاني ښکاره و نه ویل چې د حقوقي وضعیت بدلون یعنې څه، خو ښکاري چې اشاره یې د طالبانو د اوسني حکومت رسمیت پېژندنې ته ده چې ګنې دوی یې په رسمیت یې نه پېژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت سره د تعامل په اړه د ایران په پخواني دریځ کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

ایران تر اوسه د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

موږ هڅه وکړه چې په ایران کې د افغانستان سفارت د اوسني سرپرست سفیر سره خبرې وکړو چې د دوی له ډلې د سفارت نوی سرپرست مسوول څوک دی او ایا طالبانو سره تماس لري او که نه، خو له ډېرو اړیکو نیولو او زموږ د پیغامونو له لیدلو وروسته یې هم ځواب را نه کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

د حکومت ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد که څه هم ژمنه وکړه چې په دې اړه به معلومات شریک کړي، خو د راپور تر خپرېدو یې خپله ژمنه پوره نه کړه.

د طالبانو یو شمېر مشران
د طالبانو یو شمېر مشران

خو یو شمېر رسنیو بیا راپور ورکړی چې، ایران د طالبانو د غوښتنې په پایله کې هلته له اوسني سرپرست سفیر غوښتي چې د سفارت چارې نوې ټاکل شوي شخص ته وسپاري.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا وضاحت نه‌دی ورکړی چې ایران دا مداخله کړې او تر خوا یې طالبانو له دوی په دې اړه کومه غوښتنه کړې وه او که نه؟

له ایران وړاندې طالبانو په پاکستان، روسیې، چین او د مرکزي اسیا په یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته خپل استازي لېږلي او هلته یې دنده پیل کړې ده.

خو اروپايي ټولنه، یو شمېر نورو هېوادونو او تر څنګ یې د ملګرو ملتونو سازمان کې د طالبانو استازو ته د مسوولیت سپارلو سره مخالفت شوی او دا غوښتنه یې رد شوې ده.

واک ته د طالبانو رسېدل دوه کلنۍ ته په نږدې کېدو دي، خو لا یې حکومت هیڅ هېواد په رسمیت نه‌‌دی پېژندلی، په داسې حال کې چې دوی په ځلونو دا غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG