د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ومان بوټي پرې کول منع کړل


ارشیف، یو وسله‌وال طالب
ارشیف، یو وسله‌وال طالب

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، دوی ته شکايتونه شوي چې په ځينو ولايتونو کې خلک د غرونو په لمنو کې د ومان بوټي پرې کوي او بيا يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي، له همدې امله دوی د دې بوټي پرې کول او راټولول منع کړي دي.

د هغو ولايتونو اوسېدونکو چې هلته ومان بوټي راشنه کېږي ازادي راډيو ته وويل، په وروستیو کلونو کې مافيايي ډلې له ومان بوټي څخه د ښیښې او هيروئينو په جوړولو کې کار اخلي، له همدې امله په افغانستان کې د هيروئينو او ښیښې نشه ډېره شوې ده.

ومان یا بندک یو وحشي بوټی دی چې په فراه، بادغيس، غور او غزني ولايتونو کې د غرو په لمنو کې راشنه کېږي، له دې بوټي څخه پخوا په دوديز يا يوناني طبابت کې کار اخيستل کېده، خو په وروستيو درېيو کالو کې مافيايي ډلو دا بوټي له خلکو څخه رانيول، بيا به‌يې د ځانګړې دستګاه په وسيله پروسس کول او افدره يا (Ephedrine) به‌يې ترې جوړول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوهان وايي چې افدره يو ډول خالص مواد دي چې د هېروئينو او ښیښې په جوړولو کې د کیمياوي موادو يا (precursors) کار ځینې اخيستل کېږي.

یو افغان معتاد د ښیښې د څکولو پر مهال
یو افغان معتاد د ښیښې د څکولو پر مهال

په دې اړه د فراه او غزني ولايتونو دوو اوسېدونکو ګل اغا او سلطان ازادي راډيو ته وويل: "ومان يو ډول بوټی دی چې په غرنیو سيمو کې شين کېږي، خلک دا بوټی راوړي او بیا يې ماشين کوي. کله چې يې ماشين کړ، د ليف په نوم يوه ماده ځینې ترلاسه کوي، له همدې ليف څخه ښیښه جوړوي. ومان د کال په هر فصل کې شين کېږي، خو په پسرلي کې ډېر شين کېږي."

"خلک غرونو ته ځي، هلته د ومان بوټی راټولوي او په موټرونو کې يې راوړي، دلته‌يې دستګاوو ته اچوي او ښیښه ځینې جوړوي، ښیښه خو تاسې پوهېږئ چې یو ضررناک شی دی. اسلامي امارت په دې وروستيو وختونو کې د دې بوټي د پرېکولو د بندیز اعلان هم کړی دی."

د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څېړنې او څارنې ګروپ په يو راپور کې چې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې خپور شو راغلي، طالبان په دې تورن شوي و چې د نشه‌يي موادو د کارخانو مديريت کوي او د نشه‌يي موادو په جوړولو کې له ومان بوټي څخه کار اخلي، خو هغه مهال طالبانو د نشه‌يي موادو په جوړولو کې لاس درلودل رد کړي و.

په دې راپور کې راغلي و، هغه ښیښه چې ومان بوټی په‌کې کار شوی وي په فراه او بادغيس ولايتونو کې جوړېږي، د دې ښیښې په سلو کې ۶۰ په افغانستان کې مصرفېږي او پاته‌يې د مافيايي ډلو په همکارۍ ايران، استراليا، منځنۍ اسيا، افريقايي او خليجي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

ارشیف، ننګرهار کې د تریاکو یوه فابریکه
ارشیف، ننګرهار کې د تریاکو یوه فابریکه

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وياند مستعین عمري بې له دې چې د نشه‌يي موادو په جوړولو کې ومان بوټي ته اشاره وکړي وايي چې د ومان بوټي رېبل‌يې د خلکو د شکايتونو په اساس منع کړي دي.

دی زیاتوي: "ځينو خلکو شکايتونه کړي دي چې دا بوټی بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کېږي، له همدې امله د زراعت وزارت له‌خوا د دې بوټي پر پرېکولو باندې بنديز لګېدلی دی. دا بوټی چې په کومو درملو کې استعمالېږي په دې اړه به څېړنه کېږي، له هغو درمل جوړوونکو شرکتونو سره به اړيکې نيول کېږي او يوه مناسبه لاره به ورته جوړېږي."

د ومان د بوټي پر پرې کولو په داسې حال کې بنديز لګول کېږي چې د طالبانو حکومت تازه له يوه شرکت سره تړون کړی چې له مخې به‌يې د دې شرکت لپاره د افغانستان په ۳۰ زرو جريبو ځمکو کې بنګ کرل کېږي او بيا به له دې کښت څخه لاس ته راغلي بنګ په درملو کې کارول کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG