د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

طالبان: 'سي فارم' کمپنۍ افغانستان کې د چرسو د پروسس فابریکه جوړوي


چرس
چرس

طالبانو د اسټرالیا له سي فارم کمپنۍ سره یو قرارداد لاسلیک کړی چې پر اساس به یې دا کمپنۍ په افغانستان کې چرس پروسس کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې او په څو ورځو کې به کار پیل شي.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له مخدرو موادو سره د مبارزې مرستیال وزیر د اسټرالیايي کمپنۍ له استازي سره د سې شنبې په ورځ لیدلي دي.

د سي فارم کمپنۍ استازي ژمنه وکړه چې په دې پروژې به ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

سي فارم کمپنۍ تر دې دمه د بېلابېلو رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خوستي ویلي چې سي فارم کمپنۍ له چرسو څخه طبي کریمونه جوړوي او له زرګونو افغان کروندګرو څخه به چرس وپیري.

افغان ډاکتر هدایت ستانکزی وايي، له چرسو څخه د کریمونو په جوړولو کې کار نه اخیستل کېږي، خو یو بل افغان ډاکڼر خسرو سنګروال وايي چې په ځینو مُسکینو درملو کې له چرسو څخه کار اخیستل کېدای شي.

په یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې د چرسو استعمال ته اجازه ورکول شوې ده، خو د دې مادې پر کاروبار بندیز دی.

ښاغلي خوستي د سي فارم د استازي له قوله ویلي، په افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه ځمکه چرس کرل کېږي خو ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا ده. سي فارم غواړي د ۴۵۰ میلیونه ډالرو پانګونه وکړي.

ده دا هم ویلي چې له سي فارم کمپنۍ سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسماً پيل شي چې ورسره به ګڼ شمېر هېوادوالو ته کار پيدا شي.

چرس او تریاک په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت او امریکا پر ضد د طالبانو د جګړې د تمویل مهمه سرچینه ګڼل کېده.

په افغانستان کې میلیونونه وګړي په چرسو، تریاکو او هیروینو روږدي دي.

XS
SM
MD
LG