د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان کې د کوکنارو بیه لوړه شوې، ملګري ملتونه یې لامل سیاسي بې ثباتي ګڼي


افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې اته سلنه زیاتوالی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې اته سلنه زیاتوالی.

د افغانستان د کوکنارو بیه سږ کال د افغانستان دننه د یو اعشاریه اته او دوه اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو ترمنځ اټکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په وینا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته سیاسي بې ثباتي د کوکنارو د بیو د زیاتېدو لامل شوې ده.

بل لورته چې کله طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو دا خبره یې وکړه چې د نشه يي موادو د کر او پلور مخه به ونیسي، خو نړۍ باید مرسته وکړي.

تراوسه طالبانو د کوکنارو د کښت مخه نه ده نیولې.

د افغانستان د سږکال له تریاکو به شااوخوا درې سوه شل ټنه خالص هیروین تولید شي.

بزګران د دې سربېره اندېښمن دي، د کندهار په حوض مدد سیمه کې د محمد معصوم په نوم یوه بزګر فرانس پرېس اژانس ته وویل:"اوازې شته، د طالبانو له راتګ سره اوازې دي، خو دقیق معلومات نه شته چې څه به وشي، اندېښنه لرو چې کوکنار به بند شي."

د سرپل ولایت یو بزګر بیا چارواکو ته د کوکنارو د بدیل کښت وړاندیز کوي، خو دې بزګر ازادي راډیو ته د خبرو پر مهال د خپل نوم له اخېستو ډډه وکړه: "د سرپل ولسوالۍ غرنۍ دي. دهقانان شاته پاتې دي، غنم نه لري. پنځه کاله وشول چې په سرپل کې کوکنار نه کرل کېږي. د کوکنارو پر ځای بل شی باید وکرو. د کوکنارو پر ځای هېنګ کرلی شو چې ډېر ارزښت لري. بدبویه هېنګ د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې کرل کېدای شي، وړاندیز کوم چې د بدبویه هېنګ تخم موږ ته راکړي."

د ملګرو ملتونو د راپورله مخې د مې او اګسټ ترمنځ د تریاکو بیې دوه برابره لوړې شوي دي.

د سرپل ولایت یو بزګر بیا چارواکو ته د کوکنارو د بدیل کښت وړاندیز کوي
د سرپل ولایت یو بزګر بیا چارواکو ته د کوکنارو د بدیل کښت وړاندیز کوي

د نصرت الله په نوم د هلمند د مارجې ولسوالۍ یوه بزګر ازادي راډیو ته وویل: "د تریاکو کوم خرید او فروش چې سږکال دلته لرو تر نورو کلونو ښه دی، پروسږکال په څلویښت زره-اته څلوېښت زره کلدارو پلورل کېدل، سږکال له اتیا زره څخه شروع تر دوه اتیا زره پورې ښه تریاک خرڅیږي. بیې ځکه زیاتې شوي دي چې طالبانو ټول افغانستان تصفیه کړ نو موږ دا تصور کوو چې خامخا به بند شي نو چې بند شي بیا خو یې بیې ګرانیږي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په وینا د افغانستان د سږکال له تریاکو به شااوخوا درې سوه شل ټنه خالص هیروین تولید شي.

طالبانو تراوسه د ملګروملتونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتونو د یوې سروې له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو له درکه یولک او شل زره کسان په کارونو بوخت وو.

د راپورونو له مخې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو کمېدو هم دې ته لاره پرانېستې ده چې بزګران تر هرڅه په کوکناور ډېره تکیه وکړي.

ډېرپه دې باوردی چې خراب اقتصادي وضعیت ښایي د دې لامل شي چې راتلونکو کلونو کې د کوکنارو کښت په افغانستان کې نورهم پسې زیات شي.

XS
SM
MD
LG