د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

بلومبرګ: افغانستان کې د پرله‌پسې پنځم کال په مخه د تریاکو تولید په زیاتېدو دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د تریاکو د تولید د ډېرېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د ملګرو ملتونو راپور ته اشاره شوې او د هغه له مخې ویل شوي چې په افغانستان کې د پرله‌پسې پنځم کال په مخه د تریاکو تولید په زیاتېدو دی.

ملګري ملتونه د افغانستان د تریاکو د تولید په اړه په خپل کلني راپور کې وايي چې دا څویم کال دی چې په دې هېواد کې د تریاکو تولید تر ۶ زره ټنه اوړي.

سږ کال په افغانستان کې ۶،۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي او د هغې بې‌اطمینانۍ له کبله چې د طالبانو د واک ته رسېدو په خاطر رامنځته شوې ده، په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د تریاکو بیه لوړه شوه او د بیو له زیاتېدو سره د کوکنارو کښت هم ډېر شوی دی.

بلومبرګ وايي، یوازې د تریاکو د بیې لوړوالي نه، بلکې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او د خوراکي موادو د نه‌مصونیت له امله هم کروندګرو د کوکنارو خوا ته مخه کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان د تریاکو د تولید په اړه هغه وخت اټکل وشي چې په روانه میاشت کې د کروندګرو لېوالتیا څرګنده شي. دا هغه میاشت ده چې افغان کروندګر کوکنار کري.

افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۸۷ تولیدوي.

  • دي نشنل

ګڼو نشریو چې د سپورټ او په ځانګړي ډول د کرکټ اړوند موضوعات خپروي، د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د افغانستان د کرکټ د راتلونکې د ارزونې په اړه د یوه پلاوي پر ګومارلو لیکنې خپرې کړې دي.

دي نشنل ورځپاڼې هم پر دې موضوع په لیکنه کې ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا یا (ای سي سي) یوې کاري ډلې ته دنده سپارلې چې د طالبانو تر حکومت لاندې په افغانستان کې د کرکټ د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

دي نشنل او ګڼو نورو نشریو پر اساس، په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې کرکټ په بې‌ساري ډول وده کړې، خو وروسته له دې چې په اګسټ کې طالبان واک ته ورسېدل دا هېواد د نړیوالې انزوا له خطر سره مخامخ دی.

د استرالیا د کرکټ ادارې له افغانستان سره ټسټ لوبه چې ټاکل شوې وه روانه میاشت د استرالیا په هاربرت (Hobart) ښار کې وشي، وځنډوله.

که څه هم طالبانو تر اوسه پورې رسماً نه‌دي ویلي چې د نجونو د سپورټ مخه نیسي، خو د استرالیا په شان د کرکټ نړیواله شورا هم اندېښنه لري چې طالبان به په سپورټ کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ تبعیض وکړي او دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا له اصولو سره سم، هغه هېواد د دې شورا غړیتوب نه‌شي لرلی چې د ښځو د کرکټ مخالفت کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوي عمومي رئیس میرویس اشرف د کرکټ د نړیوالې شورا د پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې کرکټ د افغانستان د ۳۵ ملیونه وګړو د الهام، روحیې او هیلو سرچینه ده.

ده همداراز ویلي د کرکټ د نړیوالې شورا له بورډ سره بشپړه همکاري کوي او ډاډ ورکوي د افغانستان د کرکټ بورډ د وضعیت په اړه به د ای سي سي له لوري له ګومارل شوې کاري ډلې سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG