د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

طالبانو دوه سياسي پناه اخيستونکي ايراني وګړي نامعلوم لوري ته وړي


د ايران بيرغ
د ايران بيرغ

طالبانو د همایون زارعان او کمال خاکي په نوم دوه ایرانيان چې په افغانستان کې يې سیاسي پنا اخیستې وه په نامعلوم لوری وړي دي.

د همایون زارعان په نوم د ایراني هنرمند چې له تېرو اته کلونو راهیسي يې په افغانستان کې سیاسي پناه اخیستې نږدې دوستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت زارعان او د ده بل ملګری کمال خاکي نا مالوم لوري ته وړي.

د ښاغلي زارعان یو نږدي ملګري چې نه يې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د روانې اونۍ د شنبې په شپه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو نږدې شل وسله والو د کابل په کارتې نو سیمه کې د ښاغلي زارعان په کور حمله وکړه او له کوم تور پرته يې هغه له ځانه سره نامعلوم ځای ته یوړو.

نوموړي وويل: "معلومه نه ده چې طالبانو ولې د ښاغلي زارعان په کور حمله وکړه او هغه يې له ځانه سره یوړو، په داسې حال کې چې نوموړی په افغانستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري. ښاغلي زارعان له دې وړاندې اندېښنه درلوده چې ښايي طالبان د یوې معاملې په صورت کې ایران ته سیاسي پناه اخیستونکي یو، یو یا هم په ډله ییز ډول وسپاري، دغه شان دوهمه اندېښنه يې د خپلو هنري کارونو په اړه وه چې اوس حرام بلل کیږي، فکر يې کاوه چې د ایراني حکومت په وړاندې د سیاسي فعالیتونو له امله يې ژوند په خطر کې دی، د دې ترڅنګ کمال خاکي هم د خپل ځان او ماشومانو په اړه سخت اندېښمن وو."

همایون زارعان چې په افغانستان کې يې سياسي پناه اخيستې وه، له تېرو څو کلونو په افغانستان کې د موسیقۍ، شعر لیکلو او تیاتر په برخه کې په وړیا ډول افغان شاګردان روزل.

نوموړی اته کاله وړاندې د سیاسي ستونزو له امله له ایرانه وتښتېد او په افغانستان کې يې سیاسي پناه واخیسته، دغه شان کمال خاکي هم له تېرو څلورو کلونو راهیسي په افغانستان کې میشت وو.

د همایون زارعان او کمال خاکي نږدې دوستان وايي، په وروستیو کلونو کې دواړو ډېره هڅه وکړه چې کوم بل امن هېواد ورته سیاسي پناه ورکړي خو هڅو يې پایله ورنه‌کړه.

دوی ټینګار وکړ چې که دغه دوه ایراني پناه غوښتونکو ته هر ډول خطر پېښیږي مسولیت به يې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو پر غاړه وي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دغه دوه کسانو نیول ردوي.

نوموړی وايي: "د زارعان په نوم هیڅوک نه دی نیول شوی او دا موضوع حقیقت نه لري."

له دې وړاندې هم طالبانو د بېلابېلو مدني او سیاسي فعالانو د نیولو مسلې رد کړي خو وروسته لیدل شوي چې طالبانو په کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ راورسته د سید خالدي په نوم یو بل ایرانی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې سیاسي استوګن وو په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو.

دغه شان څه موده وړاندې په افغانستان کې یو شمېر پاکستاني سیاسي فعالان په ځانګړي ډول عبدالرازق بلوچ په کابل کې د نامعلومو وسله والو له لوري ترور شو.

طالبانو د دغه مخکې یو شمېر دغو مشخصو ترورونو په تړاو ازادۍ راډیو ته د څېړنو خبره کړې وه، خو تر اوسه یې د څېړنو پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

XS
SM
MD
LG