د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

په کابل کې دوه ایرانیان له څو افغانانو سره محاکمه شول


مجرمین په کابل کې په علني ډول محکوم شول
مجرمین په کابل کې په علني ډول محکوم شول

د سې شنبې په ورځ د افغان دولت يو شمېر وسلوال مخالفين، چې دوه ايراني وګړي هم په كې شامل دي او په بېلابېلوعملياتو كې د امنيتي ځواكونو له خوا نيول شوي وو په كابل كې په علني ډول محاكمه شول.يوې ابتدايه محكمې دغو مخالفينو ته د دوى د جرمونو د نوعيت په پام كې ساتلو سره د مرګ او د اوږد بند سزاګانې واورولې.

د افغان دولت اته تنه وسلوال مخالفين، د سې شنبې په ورځ په كابل كې د درېمې ناحيې د ابتدايه محكمې له خوا په علنې ډول محاكمه شول.

د وركړل شوېو معلوماتو له مخې زیاتره دغه مخالفين، چې دوه ايراني وګړي هم په كې شامل دي، د افغانستان په لويديځ كې د غلام يحيى له مخالفې ډلې سره تړلي كسان دي.

د دوى محاكمه له غرمې مخكې په نهو بجو پيل او تر يوې نيمې بجې پورې يي دوام وكړ، چې په ترڅ كې درېو كسانو ته برات وركړل شو، خو د دوو ايراني وګړو په ګډون پاتې كسان د دوى د جرمونو په پام كې نيولو سره د مرګ او د اوږد بند په سزا محكوم شول.
قاضي نجیم مجرمینو ته د اوږد بند سزا واوره


د درېمې ناحيې د ابتدايه محكمې موظف څارنوال، چې د امنيتي ملحوظاتو له مخې يي د خپل نوم له ښودلو ډډه كوله د خپلو دلايلو په وړاندې كولو سره و توانيد، چې په پنځو مخالفينو لګول شوي تورونه ثابت كړي.

د ده په وينا دغه كسان د اوبو او برېښنا په پخواني وزير اسماعيل خان په شوې ځان وژونكې برید، د هرات ولايت د څارنوال د زوى د سر د پرې كولو په پېښه او د پوليسو د يو افسر په كور په حمله كې ښكيل وو.

خو د وسلوالو مخالفينو مدافع وكيلانو د محكمې په پريكړې او د څارنوال له خوا په وړاندې شوېو دلايلو انتقاد وكړ او ويي ويل، چې د دوى موكلين بې ګناه دي او له دوى نه په زور اعتراف اخسیتل شوې دې.

له دې مخكې هم يوشمېر وسلوال مخالفين د افغان حكومت له خوا محاكمه او ان اعدام شوي هم دي خو دا لومړي ځل دی، چې په افغانستان كې دوه ايراني وګړي د وسله والو بريدونو په تورعلني محاكمه كيږي.

د چارواكو په وينا د ابتدايه محكمې دا پريكړه وروستۍ نه ده او دغه محكوم شوي كسان كولای شي په راتلونكو دوو محكمو كې د استناف غوښتنه وكړي.
XS
SM
MD
LG