د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

طالبان: دوه لوړ پوړي پلاوي يې ايران او قطر ته رسېدلي


ارشيف: طالب پلاوی په قطر کې
ارشيف: طالب پلاوی په قطر کې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، دوه لوړ پوړي پلاوي يې ایران او قطر ته رسېدلي او په بېلابېلو مسایلو د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو حکومت وايي چې پلاوي يې بېرته افغانستان ته راستانه شي د پرمختګونو جزیات به رسنیز کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:“ ایران ته چې زموږ کوم پلاوی تللی دی، هلته د افغان کډوالو او دغه شان ایران ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو د حل او د یو مناسب چاپیریال د رامنځته کېدو په اړه بحثونه کوي چې دا پلاوی بېرته راشي د سفر نور جزیات به يې شریک شي.”

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

له دې وړاندې داسې راپورنه ورکړل شوي و چې د طالبانو پلاوی تهران ته په سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د دواړو ملکونو ترمنځ د حق ابې پر سر د رامنځته شویو وروستیو ناندریو په اړه هم خبرې کوي، خو ښاغلي مجاهد په دې اړه څه ونه ویل.

پرون د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې په نږدې راتلونکي کې د دغه پلاوي د تلو خبره کړې وه خو د رسېدو خبره یې نه وه کړې.

دغه شان د راپورونو پر بنسټ، د ایران حکومت تهران کې د افغانستان سفارت ته د طالب دیپلوماټانو د استولو غوښتنه منلې، او تازه درې طالب استازي په تهران کې افغان سفارت ته تللي، خوذبیح الله مجاهد په دې اړه هم جزیات نه ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده تېره ورځ په په یوې خبرې ناسته کې دې مسلې ته په اشارې ویلي، د ډیپلوماټانو تګ راتګ یوه عادي چاره ده خو دا د دې معنی نه لري چې ایران دې طالبان په رسیمت وپېژني.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ په قطر کې، د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرمحمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، په دې ناسته کې د اقتصادي او سیاسي مسایلو ترڅنګ د افغانستان د بېلابېلو هوايي ډګرونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې لا تر اوسه پرې دواړه خواوې توافق ته نه دي رسېدلي.

ښاغلي بلخي لیکلي دي، چې په ليدنه کې دواړو خواوو هغه ټکي مشخص کړل چې لا زيات بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري.

نوموړي دا هم ویلي چې د پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو د فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.

له دې وړاندې د د طالبانو د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند ادارې ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته ویلي و، د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت څرنګوالي، ځمکنیو خدمتونو او هوايي حریم باندې بحثونه شوي.

وړاندې داسې راپورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې ادعا وشوه، قطري ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې تمرینات کوي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG