د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ایران: طالبانو د هلمند سیند کې زموږ د اوبو حق په اړه خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي


د کمال خان بند
د کمال خان بند

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي، هېواد یې د هلمند سیند د اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې کوي.

ایراني چارواکي وايي، وروسته له دې چې افغانستان د کمال خان بند جوړ کړ د ایران په خاوره کې د هلمند په سیند کې اوبه تقریباً وچې شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په پوله کې د خپل هېواد سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال وویل، افغانستان او طالبان د ایران د اوبو د حق په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

له دې سره په یو وخت پرون چهارشنبې (د کب ۴مه) د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره په کابل کې وکتل.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي له طالبانو سره د لیدنې پر مهال
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي له طالبانو سره د لیدنې پر مهال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل ازادي راډیو ته وویل، د ایران د ولسمشر استازي د دوو هېوادونو پر سیاسی او اقتصادي اړیکو او وروستیو تحولاتو خبرې کړي دي.

تکل زیاته کړه: "د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د اوبو او برېښنا سرپرست وزير ملا عبد اللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره ليدنه وکړه. دغه ناسته کې چې د بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه، د افغانستان په اقتصادي وضعیت، سیاسي روابطو او مثبتو تحولاتو خبرې وشوې."

له بلې خوا باختر دولتي خبري اژانس ویلي، حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او کرنې برخو کې د پانګونې د دوام غوښتنه وکړه.

خو ویل شوي چې د اوبو او انرژۍ له وزیر سره په ځانګړي ډول ایراني استازي د اوبو د حق په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د انرژۍ وزیر هم په وروستیو ورځو کې ویلي و چې افغان لوري تر اوسه د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق د ورکولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت په قول ویلي، ایران ته د تخنیکي ستونزو له کبله هومره اوبه نه دي بهېدلي چې باید بهېدلې وای.

دې اژانس همدا راز ویلي، د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د دوو هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش پر هغې ژمنې ولاړ دي چې په ۱۳۵۱ لمریز کال شوی و.

XS
SM
MD
LG